تازه خبرونه

د کابل نړیوال هوایي ډګر به ډېر ژر نړیوالو الوتنو ته چمتو شي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۰)
د کابل نړیوال هوایي ډګر به ډېر ژر په یوه یا دوه ورځو کې د کورنیو او نړیوالو الوتنو لپاره چمتو شي او د دې هوایي ډګر پوله ساتونکي هم کار ته راستانه شوي.
 

د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د الوتنو لپاره رامنځته شوې ننګونې اوس له منځه تللي او د کندهار، هرات او بلخ ولایتونو ته له څو ورځو راپدیخوا کورنۍ الوتنې کوي.

د کابل هوایي ډګر چارواکي وايي، چې د عربي هېوادونو تخنیکي ډلې هڅې کوي، چې له دې هوایي ډګره په څو ورځو کې بهرنیو الوتنو ته د الوت زمینه برابره کړي.

د کابل هوایي ډګر مسوول مولوي عبدالهادي حمدان ویلي: په هوایي ډګر کې د ملګرو هېوادونو تخنیکي هڅې روانې دي، چې وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

د کابل هوایي ډګر سرحدي ساتونکي بېرته کار ته راستانه شوي؛ هڅه کوي خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

دوی خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د کابل هوایي ډګر ننګونې حل شوي او مسافرو ته د خدمات وړاندې کولو لپاره چمتو دی.

د کابل هوایي ډګر افسر محمد ناصر نسیمي وایي: د مرسته کوونکیو هېوادونو په مرسته، چې شپه او ورځ کار کوي؛ وتوانیدو له دې ډګره الوتنې چمتو او ډاډمنې شي. تېره اوونۍ کورنۍ الوتنې په نورمال ډول پیل شوې او هیڅ خنډ نشته او مونږ خلکو ته ډاډ ورکوو، چې تېره اوونۍ مونږ دوه بهرنۍ الوتنې لرلې او په نږدې راتلونکي کې به میدان بېرته خپل لومړني حالت ته راوګرزي.

د عربي متحده اماراتو او بحرین د مرستو دوه الوتکې د کابل هوایی ډګر ته رارسیدلي، چې په دې مرستو کې خوراکي توکي او درمل شته، چې په افغانستان کې به اړو خلکو ته ووېشل شي.

مولوي عبدالهادي حمدان زیاته کړې؛ مونږ د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې پیل کړي؛ ځکه خلک دې مرستو ته سخته اړتیا لري.

دغه راز د پاکستان د مرستو درېیمه جوپه هم افغانستان ته رارسیدلې ده. د دغه هېواد یوې الوتکې په دې وروستیو کې خوست ولایت ته هم بشري مرستې لېږدولې دي.

Trending

Exit mobile version