Connect with us

تازه خبرونه

د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید پلان جوړوونکی ونیول شو- ټرمپ

دغه راز اکسیوس دا کس “محمد شریف الله” یاد کړی  او څرګندوي، چې پاکستان په دې وروستیو کې هغه د سي آی ای د معلوماتو پر بنسټ نیولی او وال سټریټ ژورنال هغه “یو افغان وسلوال” ګڼلی دی.

خپور شوی

د

Trump

پرون (سې‌شنبه د کب څوارلسمه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپله لومړۍ وینا کې څرګنده کړې؛ امریکا د پاکستان په همکارۍ یو ترهګر نیولی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د کابل هوايي ډګر مخې ته مرګوني برید رهبري کړی دی.

دغه راز اکسیوس دا کس “محمد شریف الله” یاد کړی  او څرګندوي، چې پاکستان په دې وروستیو کې هغه د سي آی ای د معلوماتو پر بنسټ نیولی او وال سټریټ ژورنال هغه “یو افغان وسلوال” ګڼلی دی.

 ټرمپ د وینا پر مهال یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر بهیر نیوکه کړې او دا یې “د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شېبه” یاده کړې ده.

هغه مخکې هم ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید عاملین به عدالت ته راکاږي؛ ویلي، چې د دې برید یو عامل به “په امریکا کې د عدالت توره” وویني.

وال سټریټ ژورنال “محمد شریف الله” د داعش د غړي په توګه یاد کړی، چې د اګست ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د مرګوني ځانمرګي برید په تنظیمولو کې یې لاس درلود.

په دې مرګوني برید کې د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې د عملیاتو په جریان کې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا پېښه د امریکا د پوځي شتون په وروستیو پړاوونو کې یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل کیږي. د داعش ډلې له برید یوه ورځ وروسته مسؤولیت پرغاړه واخیست او ادعا یې وکړه، چې د “عبدالرحمن لوګري” په نوم یو کس له امنیتي خنډونو تېر شو، امریکایي ځواکونو ته نږدې یې  ځانمرګی برید ترسره کړ.

ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د نیول شوي کس د هویت یا په دې قضیه کې د پاکستان د همکارۍ په اړه نور جزئیات ور نه‌کړل.

ټرمپ د بریدګر په نیولو کې د پاکستان د حکومت د مرستې له کبله مننه وکړه او هغه یې “وحشی” وباله.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي؛ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، چې له افغانستان څخه یې د امریکا د وتلو ننداره کړې؛ دا د ځان لپاره د یو فرصت په توګه ګوري.

د FBI رییس کش پټل دا خبر تائید کړه او وایي، چې دې ادارې او د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) تېره شپه دغه کس ترلاسه کړی دی.

هغه په ایکس پاڼه کې ولیکل: “لکه څنګه، چې ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې اعلان وکړ؛ زه کولی شم راپور ورکړم، چې نن شپه FBI، DOJ او CIA یو له هغو ترهګرو څخه نیولی، چې له افغانستان څخه له شرموونکي وتلو پرمهال په آبي دروازه کې د ۱۳ امریکایی سرتېرو د وژنې مسوول و.”

پټل زیاته کړې، چې له دې اقدام سره امریکایي سرتېري او د هغوی کورنۍ “عدالت” ته یو ګام نږدې شوي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

«غیرشرعي» غوښتنې نه‌منو- د اسلامي امارت رهبر

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنه‌کړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونه‌غولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.

هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسم‌ګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګه‌والو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمه‌ییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.

عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.

هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمه‌ییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!