تازه خبرونه
د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید پلان جوړوونکی ونیول شو- ټرمپ
دغه راز اکسیوس دا کس “محمد شریف الله” یاد کړی او څرګندوي، چې پاکستان په دې وروستیو کې هغه د سي آی ای د معلوماتو پر بنسټ نیولی او وال سټریټ ژورنال هغه “یو افغان وسلوال” ګڼلی دی.
پرون (سېشنبه د کب څوارلسمه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپله لومړۍ وینا کې څرګنده کړې؛ امریکا د پاکستان په همکارۍ یو ترهګر نیولی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د کابل هوايي ډګر مخې ته مرګوني برید رهبري کړی دی.
دغه راز اکسیوس دا کس “محمد شریف الله” یاد کړی او څرګندوي، چې پاکستان په دې وروستیو کې هغه د سي آی ای د معلوماتو پر بنسټ نیولی او وال سټریټ ژورنال هغه “یو افغان وسلوال” ګڼلی دی.
ټرمپ د وینا پر مهال یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر بهیر نیوکه کړې او دا یې “د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شېبه” یاده کړې ده.
هغه مخکې هم ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید عاملین به عدالت ته راکاږي؛ ویلي، چې د دې برید یو عامل به “په امریکا کې د عدالت توره” وویني.
وال سټریټ ژورنال “محمد شریف الله” د داعش د غړي په توګه یاد کړی، چې د اګست ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د مرګوني ځانمرګي برید په تنظیمولو کې یې لاس درلود.
په دې مرګوني برید کې د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې د عملیاتو په جریان کې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا پېښه د امریکا د پوځي شتون په وروستیو پړاوونو کې یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل کیږي. د داعش ډلې له برید یوه ورځ وروسته مسؤولیت پرغاړه واخیست او ادعا یې وکړه، چې د “عبدالرحمن لوګري” په نوم یو کس له امنیتي خنډونو تېر شو، امریکایي ځواکونو ته نږدې یې ځانمرګی برید ترسره کړ.
ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د نیول شوي کس د هویت یا په دې قضیه کې د پاکستان د همکارۍ په اړه نور جزئیات ور نهکړل.
ټرمپ د بریدګر په نیولو کې د پاکستان د حکومت د مرستې له کبله مننه وکړه او هغه یې “وحشی” وباله.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي؛ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، چې له افغانستان څخه یې د امریکا د وتلو ننداره کړې؛ دا د ځان لپاره د یو فرصت په توګه ګوري.
د FBI رییس کش پټل دا خبر تائید کړه او وایي، چې دې ادارې او د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) تېره شپه دغه کس ترلاسه کړی دی.
هغه په ایکس پاڼه کې ولیکل: “لکه څنګه، چې ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې اعلان وکړ؛ زه کولی شم راپور ورکړم، چې نن شپه FBI، DOJ او CIA یو له هغو ترهګرو څخه نیولی، چې له افغانستان څخه له شرموونکي وتلو پرمهال په آبي دروازه کې د ۱۳ امریکایی سرتېرو د وژنې مسوول و.”
پټل زیاته کړې، چې له دې اقدام سره امریکایي سرتېري او د هغوی کورنۍ “عدالت” ته یو ګام نږدې شوي دي.
