سوداگري

 د کابل په امام ابوحنیفه دوه‌یم ملي او نړیوال نندارتون کې د ۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت توکي وپلورل شول

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۲)

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې؛ په دغه نندارتون کې د ۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت توکي پلورل شوي او سوداګرو په خپلو منځو کې د ۴۵ میلیون دالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې د سوداګرو او صرافانو لپاره دې اسانتیاوې زیاتې کړي.
په دې نندارتون کې د رییس الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع خادم له ملي او نړیوالو سوداګرو وغوښتل؛ له رامنځته شویو اسانتیاوو ګټه پورته او په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې په دې اړه به ورسره اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ همکاري هم وکړي.
دغه راز د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په نږدې راتلونکي کې د لسګونه افغان صنعتکارانو په ګډون په قزاقستان کې د یوه نندارتون له جوړیدو خبر ورکړ، چې ۷۰ غرفې په کې د افغانستان د تولیداتو لپاره ځانګړې شوې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي، هڅه کوي، چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره په غوره معیارونو سره نور نندارتونونه هم جوړ کړي.
د امام ابوحنیفه رحمةالله په ملي او نړیوال نندارتون کې ۶۰۰ غرفې د کورنيو تولیداتو نندارې ته ایښودل شوي وه، چې ۱۲۰ غرفې یې ښځو ته ځانګړې شوې وې. په دې نندارتون کې د کورنیو شرکتونو تر څنګ د ایران، ترکیې، ترکمنستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو شرکتونو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وه.

Trending

Exit mobile version