تازه خبرونه
د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د دښمن پر پټنځي برید شوی
(Last Updated On: )
د افغانستان اسلامي امارت ویلي؛ تېره شپه د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د دښمن پر پټنځي افغان ځانګړیو ځواکونو برید کړی، چې ګنشمېر کسانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې؛ په دې عملیاتو کې د دښمن مشهور قومندان او پر برښنا ستنو او جوماتونو د خونړیو بریدونو عاملان وژل شوی دي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد زیاته کړې؛ د عملياتو پر مهال د دښمن يو مشهور قومندان يوسف وژل شوی او د محمد آغا په نوم يو بل کس نيول شوی دی.
ذبیح الله مجاهد ویلي؛ دغه کسان د هېواد او اسلام دښمنان دي، چې په کابل کې یې پر جوماتونو او خانقاوو د بریدونو او د برښنا ستنو د غورځولو مسوولیت درلود.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د عملياتو نور جزئيات به له څېړنو وروسته له رسنيو سره شريک شي.