سوداگري

د کابل په هوايي ډګر کې د پانګې اچونې او بېړنۍ ویزې مرکزونو پرانسته وشوه

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د کابل په هوايي ډګر کې د پانګې اچونې او بېړنیو ویزو د ورکړې مرکزونه پرانیستل.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر څرګنده کړې؛ د سوداګرو او نړیوالو پانګونو لپاره د تخنیکي خدمتونو او د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د دغو مرکزونو جوړول اړین دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ويلي؛ دا مرکزونه د هغو نړیوالو سوداګرو او پانګوالو لپاره، چې په افغانستان کې د پانګونې اراده لري او همدارنګه د هغو همکارانو او انجنیرانو لپاره، چې د هېواد له خصوصي سکتور سره همکاري کوي، د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره جوړ شوي دي.

نوموړي دغه راز زياته کړې، چې د دغو مرکزونو له پرانیستلو سره په هېواد کې د پخوا پر پرتله پانګوالو ته د پانګونې پوره زمينه برابره شوې ده.

دغه مرکزونه د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۶ ) د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د کابل په هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د مالیې وزیر، د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر، د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او یو شمېر لوړپوړیو چارواکو لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شول.

Trending

Exit mobile version