تازه خبرونه

د کابل په هوايي ډګر کې ورک شوی ماشوم نیکه ته وسپارل شو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۰)

سهیل احمدي نومی دوه میاشتنی ماشوم، چې د تېر اګست پر ۱۹ د امریکا په مشرۍ د کابل له هوايي ډګره د وتلو پر مهال له مور او پلار ورک شوی و؛ نن په یو لړ مراسمو کې خپل کابل میشتي نیکه ته وسپارل شو.

د دغه ماشوم نیکه د محمد قاسم رضوي وايي، دا يوه “تاريخي ورځ” ده.

سهیل نومی ماشوم د اګست پر ۱۹ د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ژغورنې او ایستنې په عملیاتو کې امریکايي پوځیانو ته وسپارل شو او بیا له مور و پلاره  ورک شو.

سهیل وروسته د کابل په هوايي ډګر کې یوه ټکسي چلوونکي پیدا کړ.

په کابل کې ټکسي چلوونکي حامد ساپي ويلي،  چې ( دا ماشوم يې) د کابل د هوايي ډګر په  ګڼه ګوڼه کې وموند او د پالنې لپاره يې (خپلې کورودانې ته وسپاره). نه یوازې مو د دې ماشوم پالنه او رزونه پر غاړه واخیسته، بلکې محمد عابد هم ونومول شو.

د ټکسي چلوونکي حامد میرمن فریمه وايي، مونږ له دې ماشوم سره مینه لرو؛ خو هغه باید له مور او پلار سره ژوند وکړي.

د ماشوم پلار میرزا علي احمدي ، چې اوس په مریکا کې دی؛ پخوا یې د امریکا د سفارت د امنیتي ساتونکي دنده درلوده.

د ماشوم نيکه وايي؛ د سهيل مور او پلار د ايستلو او ژغورلو په عملياتو کې له افغانستان څخه وتلي او دی غواړي، چې خپل نمسۍ بېرته د خپلې مور غېږې ته ولیږي.

Trending

Exit mobile version