تازه خبرونه
د کابل په وزیر اکبر خان غونډۍ کې قبة الصخره ته ورته یو جومات جوړ شو
د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان په غونډۍ کې د بیت المقدس قبة الصخره ته ورته یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني د سپارښتنې له مخې د ملا محمد عمر او شیخ محمود افندي پر نوم دغه جومات د ترکیې د یوه بنسټ پر مالي مرسته جوړ شوی دی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه جومات په ۲۷۰ مربع متره ځمکه کې د ۱۲۰ زره امریکايي دالرو پر لګښت جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۳۵۰ لمونځ کوونکیو د لمانځه وړتیا لري.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د دغه جومات د پرانیستې په مراسمو کې څرګنده کړې: دغه جومات د دغه وزارت پر وړاندیز له فلسطین او الاقصی سره د مسلمانانو په تېره بیا د افغانانو د مینې له کبله د قبة الصخری پر بڼه جوړ شوی دی.
سراج الدین حقاني پر الاقصی او مظلومو فلسطینیانو د یهودانو ظلم او تېری وغانده او څرګندوي، چې له مسلمانانو سره خواخوږي او همکاري یو اسلامي دنده ده.
د ترکيې د IDDEF موسسې مشر محمد توران ويلي، مسجدالحرام، مسجدالنبوي او مسجدالاقصی د مسلمانانو له مهمو ارزښتونو څخه دي.
هغه وایي، چې په کابل کې قبة الصخره ته ورته یو نوی جومات په داسې حال کې پرانیستل کیږي، چې فلسطینیان د خپلې خاورې د بېرته ترلاسه کولو لپاره سترې سرښندنې کوي.
محمد توران هیله څرګندوي، چې د دغه جومات پرانیستل به د الاقصی جومات د آزادۍ لامل شي.
هغه ویلي؛ IDDEF چمتو دی، چې په افغانستان کې نور جوماتونه او یتیمخونې جوړې کړي.