تازه خبرونه
د کابل په پلخشتي سیمه کې بمي چاودنې یو ماشوم وواژه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کابل ښار د بلخشتې جومات مخامخ په نادر پښتون جاده کې بمي چاودنې یو تن وژلي او بل ټپي شوی دی.
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي آریانا نیوز ته په ډاگه کړه، چې :
نن د غرمې په یوه بجه د یوه مقناطیسي بم د چاودنې پر لامل، چې د پولیسو په رنجر موټر کې ځای په څای شوی و؛ یو ماشوم وژل شوی دی.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
عیني شاهدان وايي، چې په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ملکي وگړی ټپي دی.
تر اوسه هیچا د پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.