تازه خبرونه
د کابل په ګډون په ۹ ولایتونو کې د کرونا واکسین پلي کولو نوی بهیر پیل شو
نن د کابل په ګډون په ۹ ولایتونو کې د چین سینوفارم کرونا واکسینو د پلي کولو نوی بهیر پیل شو.
افغانستان د کرونا پر وړاندې د مبارزې تر ټولو په سخت حالت کې دی؛ د هندي اسټرازینکا واکسین په پلي کولو کې له څو ورځو ځنډ وروسته د چین لخوا اووه سوه زره خوراکه واکسین هېواد ته را ورسېدل، چې ور سره سم د کابل په ګډون په ۹ ولایتونو کې یې خلکو ته د پلي کولو بهیر بیا پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري ویلي، چې چین اووه سوه زره خوراکه واکسین مرسته کړې، چې د ټولنې زیان منوونکیو وګړیو ته پلی کیږي.
د یاد وزارت معلومات ښیي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې اووه شپېته ناروغان له کرونا مړه شوي او ۹۷۳ نور پرې اخته شوي دي.
عامې روغتیا وزارت د ځینو نویو محدودیتونو د لګولو تر څنګ په عمومي ځایونو کې ماسک اچول اړین اعلان کړل.
د اکسیجن کمی اوس بله ستونزه ده؛ خو د بښنې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له افغان دولت غوښتي، چې دا ستونزه ژر تر ژره اواره کړي.
دوی خبرداری ورکړی، چې که نړیواله ټولنه مرسته ونکړي؛ حالات به له څارنې ووځي.
د یادونې ده، چې د افغان جاپان او قصبې په روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاوو کار پیل کړی؛ خو خلک اوس هم روغتیایي سپارښتنو ته پام نکوي.
