تازه خبرونه

د کابل ښار د امنیتي پوستو پولیس پر نوي یونیفورم سمبالیږي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۶, ۱۴۰۱)

د کابل امنيه قومندانۍ چارواکو د پنجشنبې پر ورځ له امنیتي حوزو سره په ګډه ناسته کې ويلي، چې د نوي يونيفورم له وېش وروسته به د ښار په امنيتي پوستو کې د پوليسو ټول ځواکونه پخپل يونيفورم سمبال شي.

د کابل امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر ویلي؛ نن د غبرګولي پر شپږویشتمه د کابل امنیه قومندان ولي جان حمزه تر مشرۍ لاندې د ډاډمن امنیت او نظم د رامنځته کولو لپاره امنیتي ناسته ترسره شوه، چې په کې د کابل امنیتي حوزو مسوولینو ګډون درلود.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې کابل ښاریانو ته د ښه امنيت او نظم د رامنځته کولو لپاره مسوولینو ته د ځانګړیو سپارښتنو او لارښوونو ترڅنګ د یونیفورم د ځانګړتیاوو پر اړتیا خبرې وشوې.

همدارنګه امنیه قومندان ولي جان حمزه د اړوند حوزو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چی د یونیفورم له توزیع وروسته باید د مشرانو سپارښتنه پلي او تطبیق شي.

د نوموړي د ټینګار له مخې؛ هیڅ پولیس حق نلري، چې د یونیفورم د توزیع له بشپړېدو وروسته په امنیتي پوستو کې له شخصي جامو سره ودریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت ویاند نافې ټکو تېره اوونۍ د پولیسو د نوي یونیفورم د مخکتنې په مراسمو کې ویلي: تر اوسه ۲۰ زره یونیفورم تولید شوي، چې لومړی به په کابل او کندهار ولایتونو او بیا په ټول هېواد کې ووېشل شي.

Trending

Exit mobile version