Connect with us

تازه خبرونه

د کابل ښار د برچي په اړوند سیمه کې چاودنې مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۲۳, ۱۴۰۰

د کابل د لویدیځ د دشت برچي د اړوند سیمې یوه تونس موټر کې د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

دا پېښه نن ماښام  شنبه د لړم ۲۲ د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند د مهتاب کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې چاودنه د کابل په لویدیځ کې د یوه مسافر وړونکي موټر د اور لګیدو له کبله رامنځته شوې ده.

مجاهد ویلي: نن ناوخته د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د یو تونس ډوله موټر له اورلګېدنې چاودنه رامنځته شوې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان  دي. د پېښې د بڼې او لامل په اړه څېړنې روانې دي.

رویټرز د اسلامي امارت د یوه چارواکي او د پېښې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې پېښه په موټر کې د نښلیدونکي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې، چې په کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې یا فرد د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

تازه خبرونه

امریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

Published

on

امریکا ۱۲ افغان وګړي له خپلې خاورې ایستلي او د مرکزي افریقا جمهوریت ته یې لېږدولي دي. په ایستل شویو کسانو کې یو داسې ځوان افغان هم شته، چې د کورنۍ غړو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

افغان ایوک نومي بنسټ، چې له امریکا سره د همکارۍ کوونکو افغانانو ملاتړ کوي؛ د امریکا د مدني آزادیو ټولنې او د بشري حقونو فرسټ بنسټ په ګډه تائید کړې، چې دغه افغان هم له امریکا ایستل شوی دی.

د هغه یو ورور، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي؛ د افغانستان د پخواني حکومت په پوځ کې له امریکايي ځواکونو سره یوځای خدمت کړی دی. بل ورور یې پیلوټ و، چې د امریکا له لوري روزل شوی و.

نیویارک ټایمز دغه افغان خلیل نومی یاد کړی او څرګندوي، چې پلار او خور یې هم له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د بشري حقونو فرسټ بنسټ د کډوالو د پالیسۍ او حقوقو د برخې مشر ساوي آروي ویلي، چې د دغو کسانو الوتکه د شنبې پر ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده. په دې الوتکه کې ۱۲ افغان، اته ایراني او یو شمېر نیپالي او نیکاراګویي وګړي لېږدول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې سږ کال مرکزي افریقا جمهوریت ته دا د امریکا درېیمه د ایستلو الوتنه ده.

دغو ایستنه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر وړاندې د سختې پالیسۍ یوه برخه بلل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې مرکزي افریقا جمهوریت ته سفر ونه‌کړي او د ناامنۍ، جرمونو، تښتونې، روغتیايي ستونزو او ترهګرۍ په څېر د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او انډونیزیا چارواکو د دیني او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رییس شعیب بریالي د انډونیزیا د دیني چارو له وزیر او د استقلال جومات له امام، نصیرالدین عمر سره لیدنه کړې ده.

په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

دواړو لوریو همدارنګه د افغانستان او انډونیزیا د دیني بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې په جاکارتا کې د افغانستان د سفارت سرپرست، سعدالله بلوچ، هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان له خاورې نور هېوادونه له هېڅ راز ګواښ سره مخ نه‌دي- دفاع وزارت

دې وزارت زیاته کړې. هیچا ته به د افغانستان له خاورې د هغو ډلو یا کسانو د فعالیتونو لپاره د کار اخیستلو اجازه ورنه‌کړ شي، چې نورو هېوادونو ته ګواښ بلل کېږي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان دفاع وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ راز ګواښ متوجه نهدی او د اسلامي امارت ځواکونه د هېواد له پولو منظمه ساتنه کوي.

دې وزارت زیاته کړې. هیچا ته به د افغانستان له خاورې د هغو ډلو یا کسانو د فعالیتونو لپاره د کار اخیستلو اجازه ورنه‌کړ شي، چې نورو هېوادونو ته ګواښ بلل کېږي.

د دفاع وزارت ویاند صدیق‌الله نصرت ویلي؛ اوس په افغانستان کې یو خپلواک نظام حاکم دی او په هېواد کې هېڅ داسې شخص یا ډله نشته، چې نورو هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي.

هغه ویلي:« د اسلامي امارت پالیسي څرګنده ده او په افغانستان کې یو خپلواک نظام شتون لري. په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته، چې هېوادونو ته ګواښ وي او اسلامي امارت به هېڅکله د داسې کسانو شتون ته اجازه ورنه‌کړي.»

صدیق‌الله نصرت ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت ځواکونه د هېواد په پولو کې منظم ځای پر ځای شوي او هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه‌ورکوي، چې ناامني رامنځته او یا تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.

هغه زیاته کړې:« افغانانو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوو، چې په فرضي کرښو کې سرحدي ځواکونه په منظم ډول خپلې دندې ترسره کوي او هېڅ ډول اندېښنه دې نه‌لري.»

دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کېږي، چې د سیمې ځینو هېوادونو او همدارنګه د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې وخت ناوخت د افغانستان د پولو د امنیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي؛ هغه اندېښنې، چې اسلامي امارت له دې مخکې د رهبرۍ پر کچه بې‌اساسه بللې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!