تازه خبرونه
د کابل ښار په جوی شیر سمیه کی ځانمرگي د بهرنیو ځواکونو دوه تانگه زیانمن کړل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن سهار نهه بجې او پېنځلس دقیقې د کابل ښار په جوی شیر سمیه کی د بهرنیو ځواکونو د موترو پر کاروان ځانمرکی برید وشو.
د کابل امنیتي مسوولینو تائید کړه، چې د جوی شیر سیمې د ځانمرگی بریدموخه د بهرنیو ځواکونو د موترو کاروان و.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي وایي، چې د برید په اړه څېړنې پیل شوي؛ خو وایي، چې دا برید مرگ و ژوبله نه لري.
په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې بریدیو موتر بم و، چې د کرولا پر مټ تر سره شوی دی.
د برید په سیمه کې د عامو خلکو او زدکوونکیو گڼه گوڼه هم وه.
د کابل د نننۍ ورځې د برید مسوولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې، چې گڼ بهرني ځواکونه یې وژلي دي.