تازه خبرونه
د کابل ښار په شېر شاه سوري جومات کې چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې
کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د جمعې لمانځه پر مهال د کابل ښار په شېر شاه سوري جومات کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې، چې په کې ۲ لمونخ کوونکې او د جومات خطیب وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین څرګنده کړې، چې د کابل ښار د څلورمې کارتې په شېرشا سوري جومات کې چاودنې د دې جومات ملا امام او خطیب مولوي عزیز الله مفلح او ۳ نور لمونځ کوونکي وژلي او ۸ نور ټپیان کړي دي.
عیني شاهدانو ویلي؛ کله، چې لمونځ کوونکیوغوښتل لمونځ پیل کړي، تر ممبر لاندې چاودیدونکیو توکو ته چاودنه ورکړ شوه او د جومات د ملا امام عزیزالله مفلح په ګډون یې له ۴ کسانو ژوند واخیست.
د ملا امام زوی وایي؛ جومات ته روان وم، چې چاودنه رامنځته شوه. کله، چې وردننه شوم د پلار ساه مې ختلې وه.
د ناتو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو په یوه ټویټ کې د شېرشاه سوي پر جومات برید غندلی او وایي، چې د پېښې عاملین باید مجازات شي. هغه زیاته کړې: لکه څرنګه، چې مونږ د سولې راوستلو یو تاریخي پړاو ته رسیدلي یو، خند اچوونکیو ته به د دی فرصت د ویجاړولو اجازه ورنکړ شي.
هغه همدا راز څرګنده کړې، چې مونږ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره مل یو.
ښاغلی مفلح د همدغه جامع جومات په انګړ کې له خپلې کورنۍ سره اوسیده.
دا جومات دوه دروازې لري، چې تل د امنیتي سرتېرو لخوا څارل کیږي او له تلاشۍ پرته هیچاته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
له دې مخکې د جون پر ۲ ماښام مهال د پلازمېنې کابل په وزیر اکبرخان جومات کې له لمانځه وروسته چاودنې د دې جومات املا امام او خطیب ډاکټر مولوي ایاز نیازی او یو بل کس هم وواژه او درې نور ټپیان کړي.