تازه خبرونه

د کابل- کندهار پر لويه لار د دوه ترافيکي پېښو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

په خبرپاڼه کې راغلي دي: په خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوه خونړیو ټرافیکي پېښو له کبله زمونږ ۵۲ هېوادوال شهیدان او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د کابل- کندهار پر لویه لار د دوه ترافیکي پېښو له کبله، چې په کې ۵۲ کسان مړه او ۶۵ نور ټپیان دي؛ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: په خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوه خونړیو ټرافیکي پېښو له کبله زمونږ ۵۲ هېوادوال شهیدان او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.

اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کړی، چې ژر تر ژره د دغو دواړو پېښو په اړه څېړنه وکړي، کره لامل یې پر ګوته او د دا ډول تراژیدو د بیا تکرار مخه ونیسي.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزني د مرکز اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله ۴۷ کسان مړه او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړدى.

دا پېښه تېره شپه ۱۱ بجې (چارشنبه د قوس اته‌ویشتمه) د دوه ٥٨٠ مسافر وړونکیو بسونو د تېلو له ټانکر او بار وړونکي لارۍ سره د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

له دغو پېښو څخه يوه يې د غزني ولايت د مرکز په شهباز سيمه او بله يې د دغه ولايت د اندړ ولسوالۍ په ناني بازار سيمه کې رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چې د دغو ټرافیکي پېښو له کبله یو شمېر ټپیان کابل ته لېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version