تازه خبرونه

د کابینی ځنډ د پانگوالو په وړاندې گڼې ستونزې را وړلاړې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداگرۍ او صنایعو خونه وایي، د ملي یوالي حکومت د کابینی ځنډیدا د پانگوالو په وړاندې گڼې ستونزې را وړلاړي کړي او دا حالت د پانگوالو د منلو وړنه دۍ.

د سوداگرۍ او صنایعو خوني مرستیال خان جان الکوزی وایي:

که څه هم د ملی یوالي حکومت په لومړیو کي له خصوصی سکتور او پانگوالو سره د فساد د په له منځه وړلو، سوداگرۍ او مليتولیداتوته پر امکاناتو برابرولو ټینگارکاوه؛ خو د کابیني د ځنډیدو له کبله پانگوال له گڼو ستونزو سره مخ دي.

د ښاغلي الکوزي په وینا؛ یو شمېر لوی پانگوال له هېواده وتلي او له بهر څخه د هېواد د حالت څارنه کوي.

دوۍ زیاتوي، که کابینه ژر اعلان نه شی ښایی له هېواده پانگه نوره هم ووځي.

د اقتصادي چارو شنونکي سعید د ملي یوالي له حکومت څخه غواړي، چې که په چټکه توگه یوه مسلکي کابینه وړاندي نه شي؛ د هېواد مصرفي اقتصادي حالت ته په کتو دا امکان شته، چی نوره پانگه هم له افغانستان څخه ووځي.

د کابل ښار یو شمېر سوداگرهم وایِي، چي د کابینې نه اعلان د کار و بار په وړاندې گڼې ستونزې را جوړی کړې دي.

د سوداگرۍ خونې په وینا؛دغه حالت ته په کتو سره سوداگرو ته د اویایمي کلیزي حالت ورپه زړه شوی او ډيراند يښمن دي .

Trending

Exit mobile version