تازه خبرونه
د کابینې د ځنډ لومړنی خنډ د اجرائیوي رییس پر واکونو خبرې اترې وې- غني
د ملي وحدت حکومت له رامنځته کیدو څه نا څه اویا ورځې تېریږي؛ خو تر دې دمه د دغه حکومت کابینه د شکونو ښکار شوې ده.
ولسمشر غني له بې بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې د کابینې د ځنډ لومړنی خنډ د اجرائیوي رییس پر واکونو خبرې اترې وې.
د هېواد ولسمشر د کابینې د ځنډ دوه یم خنډ د کابینې د غړیو معیاري کتنه او درېیم خنډ د وزارتونو جوړښتونه یادوي.
که څه هم ولسمشر د کابینې د جوړښت په اړه خبرې اترې پای ته رسیدلې بولي؛ خو یو شمېر دولتي چارواکي وایي، چې اختلافات پخپل حال پاتې دي.
محمد عمر زاخېلوال، چې د مالیې وزارت سرپرست او د د ولسمشر اشرف غني اقتصادي مشاور دی له شته اختلافاتو خبرې کوي.
سیاسي کارپوه کبیر رنجبر هم په دې باور دی، چې د ولسمشر او اجرائیه رییس تر منځ اختلافات شته دی.
د ولسي جرگې غړی عبدالروف انعامی وايي: له ژمنې سره سم دې له دوه تر څلور اوونیو نوي وزیران معرفي شي
ولیدل شي، چې نوي وزیران به له ژمنې سره سم د باور رایو ته وړاندې شي او که بیا له ځنډ و خنډ سره مخ کیږي.