تازه خبرونه
د کابینې په جوړولو پرېکنده هوکړه وشوه
د ولسمشرۍ دفتر ویاند نظیف الله سالار زي آریانا نیوز ته په ډاگه کړې، چې د کابینې پر جوړولو هوکړه شوې، چې په لومړي گام کي به ټـوله کابینه د حکومت نوي غړي وي.
د ولسمشر ویاند نظیف الله سالار زي وايي، چې په نوې کابینه کې به ټولې نوې څېرې وي.
د نوموړي په وینا؛ په دوی کې به څلور ښځې هم د وزیرانو په توگه وټاکل شي.
ښاغلی سالار زی وایي، تخنیکي وزارتونه لکه د کرهڼې، پطرولیم، ترانسپورت، کانونو او د برښنا او انرژۍ وزارتونه به په کارپوه او مسلکي وزیرانو ته وسپارل شي.
د اجرايي ریاست سرچينې هم د دغه خبر پخلی کوي.
د اجرائيوي ریاست مرستیال ویاند آصف اشنا وایي، د ملي یوالي حکومت به ۲۴ وزارتونه ولري.
د نوموړي په وینا؛ د نوې کابینې دولس وزیران به ولسمشر او دولس نور به اجرائيوي رييس ټاکي.
سیاسِ کارپوه میر احمد جوینده وايي که په نوې کابینه کې د وزیرانو وړتیاوې او ښې سابقې ته پام ونه شي؛ نو د ملي یوالي حکومت به هم ناکام وي.
د ولسي جرگې غړی فاروق مجروح هم له حکومت څخه غواړي، چې نوې څيرې او د ښې سابقې لرونکي کسان د وزیرانو په توگه دوی ته ور وپیژنِي.
ویل کیږي د نوې کابینې وزیران به د لندن له کنفرانس وروسته په څو پړاوونو کې د باور رایې لپاره ولسي جرگې ته ور وپيژندل شي.
.