تازه خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کړنې د منلو وړ نه دي – مسعود

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ښه حکومتولۍ او سمونونو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی د وزګارتیا د ستونزې د له منځه وړلو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت کړنې د منلو وړ نه بولي.

احمدضیا مسعود وایي، وزګارتیا ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده؛ خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې د مخنیوي لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په کاري برخه کې ورته موازي ادارو ستونزې جوړې کړي دي او په کار ده دغه ادارې له منځه ولاړې شي.

احمدضیا مسعود نن (سه شنبه د حوت۱۲ مه) د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته ورغلی، څو یې کار وارزوي.

احمد ضیا مسعود:

بی کاري ورځ تربلې د زیاتیدو په حال کې ده چې دا پخپله لویه ننګو نه ده. د بې کاري د مخنیوي لپاره باید د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلانونه جوړ کړي او د بې کاري له منځه وړل د حکومت مسولیت دی.

د کاراوټولینزو چار وزارت مسولین بیا وایي، د کارکونکو د استخدام په وړاندې موازي ادارو ورته ستونزې را منځته کړي. دوي وایي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون دې وزارت کې مدغم شي.

دوی وایي، د بې کاري د ستونزې د له منځه وړلو لپاره باید سکتوري وزارتونه ور سره د کارکونکو په ګمارنه کې مرسته وکړي، خو د دوی په وینا، دغه بنسټونه په دې برخه کې همکاري نه کوي.

خبریال: اسلم حجاب

 

Trending

Exit mobile version