سوداگري
د کاسا زر پروژې د پاتې کارونو د ترسره کولو لپاره مو له نړیوال بانک سره هوکړه کړې
د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ملت ته د حساب وړاندې کولو پر وخت ویلي، چې له نړیوال بانک سره یې د کاسا زر پروژې د پاتې کارونو د عملي کولو په اړه د همکارۍ هوکړه کړې ده.
د برښنا شرکت اجرائیوي رییس صفي الله احمدزي ویلي: هر کال به د کاسا زر پروژې له لارې ۶۵ میلیون دالر عواید افغانستان ته راځي.
د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، ډېر ژر به په کابل کې د چمتلې سب ستېشن پرانیستل شي.
د دغه شرکت مسوولینو په ډاګه کړې، چې آسیایي بانک به د ترکمنستان-افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولته برښنا په لګښت کې مرسته وکړي.
برښنا شرکت ویلي، چې په هېواد کې د انرژۍ لګښت ډېر شوی دی.
دغه راز ویل شوي، چې په تېر یو کال کې کندهار ته د کجکي د ۱۷۰ کیلومتره برښنا مزي د لېږد بشپړېدل، د ۳۳ میلیارد افغانیو عوایدو راټولول او د ۱۴۹۶ جریبه غصب شوې ځمکې او ۴۶ ودانیو بېرته راګرځول د دې ادارې نورې لاسته راوړنې دي.
د راپورونو له مخې، برښنا شرکت په تېر یوه کال کې ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته د وارداتي برښنا لګښت ۳۸۴ میلیون امریکايي دالر ورکړي دي.
دغه شرکت اوس هم له کورنیو سرچینو څخه ۵۰۰ کیلوواته برښنا لري، چې ارزښت یې ۳،۵ میلیارد افغانیو ته رسېږي.