تازه خبرونه
د کانادا پارلمان غړې له افغانستان سره د مرستو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو غوښتنه وکړه
د کانادا د پارلمان غړې هدر مک فرسن د دغه هېواد له حکومته وغوښتل، چې له افغانستان سره د مرستو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي.
د نوي دیموکراتیک ګوند د غړې هدر مک فرسن دغه وړاندیز د پنجشنبې پر ورځ د کانادا د پارلمان د بهرنیو اړیکو او نړیوالې پراختیا کمیتې لخوا په متفقه توګه تصویب شو. په دې وړاندیز کې د کانادا له لیبرال حکومت څخه د جزايي کود د هغې برخې د اصلاح غوښتنه وکړه، چې دا مهال افغانستان ته د بشري مرستو مخه نیسي.
مک فرسن ویلي؛ په داسې حال کې، چې نورو هېوادونو ان مخکې بشري معافیتونه رامنځته کړي او خپلو اړوند ټولنو ته یې په افغانستان کې د فعالیت اجازه وکړې. دا پدې معنا ده، چې میلیونونه افغانان مرستو ته سخته اړتیا لري او پاملرنه ورته نه کیږي. مونږ په وار وار له لیبرالانو وغوښتل، چې دا ستونزه حل کړي؛ خو ۱۸ میاشتې وروسته مرستندویه ادارې اوس هم په تمه دي.
هغې زیاته کړې: د دې خنډ د ځنډولو لپاره هیڅ عذر نشته. لیبرال حکومت باید اوس د جزا په قانون کې د سمون او تعدیل لپاره یو لایحه وړاندې کړي، چې مونږ افغانانو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړو. شونې وه، چې تېر کال یوه ښځینه حکومت دا ستونزه حل کړې وای؛ خو اوس هغه وخت راغلی، چې لیبرالان خپلو مسوولیتونو ته پام راواړوي؛ خپلې ژمنې پلې او هغه څه وکړي، چې د نړۍ ترټولو زیان منونکیو ته مرسته ورسول شي.