نړۍ
د کاناډا لومړی وزیر د امریکا له سفر وروسته پر کرونا اخته شو
د کاناډا لومړی وزیر، چې په کالیفورنیا کې د امریکا له سرمشریزې څخه تازه راستون شوی و، د دوشنبې پر شپه یې پر کرونا ویروس له بیا اخته کېدو خبر ورکړ.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د کاناډا لومړي وزیر جاستین تروډو ویلي، چې د کرونا ږیروس کتنه یې مثبته شوې ده.
نوموړي ویلي، چې تېره اوونۍ یې په کلیفورنیا کې د امریکا له سرمشریزې وروسته له ولسمشر جوبایډن سره کتلي دي.
نوموړی، چې اوس په اتاوا ښار کې ژوند کوي؛ تویت کړی: زما د کرونا کتنه مثبت ده. زه روغتیایي سپارښتنې په پام کې نیسم او ځان قرنطین کوم. زه ښه یم او دلیل یې دا دی، چې ما واکسین کړی دی.
۵۰ کلن ترودو د جنورۍ په میاشت کې له خپلو دوه ماشومانو سره هم پر کرونا ویروس اخته شوی و.
په وروستیو دوه ورځو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو په مړینه کې ډېروالی راغلی. دا ناروغي د کانادا د نورو سیمو پر پرتله د کبک او انتاریو په اړوند سیمو کې ډېره خپره شوې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې څرګنده کړې، چې د کرونا ویروس نویو پېښو او مړینو څخه ښکاري، چې کرونا ویروس له امریکا پرته په ټوله نړۍ کې مخ پر کمېدو ده.
امریکا یو له هغو وچو ده، چې د کرونا له ټولو ډېر تلفات ورواړول.
د مې پر دوه ویشتمه رسنیو راپور ورکړ، چې په امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر یو میلیون کسانو ته رسیدلی دی.
