تازه خبرونه
د کانونو او پټرولیم وزارت د ۳۳ میلیون ډالرو پر ارزښت ۶۰ زره ټنه د قشقري اومه تېل وپلورل
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت څرکنده کړې، چې د څه باندې ۳۳ میلیون ډالرو پر ارزښت یې د قشقري ۶۰ زره ټنه اومه تېل پلورلي دي.
د دغې کچې تېلو د داوطلبۍ په مراسمو کې، چې نن (سې شنبه د غبرګولي اتمه) ترسره شوه؛ له ۱۸ ګډون کوونکیو شرکتونو څخه یو شرکت ګټونکی اعلان شو.
په دې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي ویلي، که قراردادي شرکت د قشقري د تېلو په استخراج کې ښه کار وکړي؛ د ورځې درې زره ټنه تېل به استخراج شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور همداراز د ځینو بهرنیو شرکتونو لېوالتیا هم اعلان کړه، چې د هېواد د تېلو په برخو کې به پانګونه وکړي.
هغه وويل: راځئ، چې په خیر کار وکړو او تېل استخراج کړو. الله پاک امنیت، اسلامي نظام او شفافیت رامنځته کړی دی. له چا څخه یوه افغانۍ هم زیاته نه اخیستل کیږي.
د ګټونکي شرکت مسوولینو ويلي، چې دوی به د هېواد دننه پېرل شوي تېل چاڼ او تصفیه کړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د دې مقدار تېلو په چاڼ کې به یو شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د ګټونکي شرکت ویاند غفور احمد جاوید ويلي: دا بهیر ډېر روڼ و؛ هر چا ته استعلام ورکړ شو او یو خبریال کاغذونه له بکس څخه راوویستل او موږ د ۸ اعشاریه ۷۰ منفي نرخ سره ګټونکي شو.
اوسمهال په قشقري کې له ۲۴ څاګانو څخه څه باندې ۱۰۰۰ ټنه تېل استخراجېږي.
