سوداگري
د کانونو وزارت د ۶.۲ میلیون ډالرو پر ارزښت د کندهار د مرمرو تړون لاسلیک کړ
د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) ويلي، چې دا قرارداد د دې کان د کېندنې او پراختیا لپاره لاسلیک شوی او تمه ده، چې د هېواد اوسیدونکو ته ورسره نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د کندهار په “دره نور” سیمه کې د مرمر ډبرو د استخراج لپاره له یوه ترکي شرکت سره د ۶.۲ میلیون ډالرو پر ارزښت تړون لاسلیک کړ.
د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) ويلي، چې دا قرارداد د دې کان د کېندنې او پراختیا لپاره لاسلیک شوی او تمه ده، چې د هېواد اوسیدونکو ته ورسره نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.
د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) هدایت الله بدري زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د مرمرو د ډبرو د استخراج څو قراردادونه لاسلیک شوي دي.
له بلې خوا، د قراردادي شرکت مرستیال موسی امیر اوغلو وايي؛ دا قرارداد د دواړو هېوادونو په ګټه دی او د دې مرمر ډبرو له استخراج وروسته به پر نړیواله کچه معرفي شي، چې پر کارموندنې سربېره د افغانستان د صادراتو په وده کې هم مرسته وکړي.
موسی امیر اوغلو وایي: “زمونږ شرکت اته میاشتې دمخه د دې کان پر استخراج کار پیل کړ. له تولید او پروسس وروسته مونږ غواړو د افغانستان مرمر پر نړیواله کچه معرفي کړو، چې دواړه هېوادونه ترې ګټه پورته کړي.”
دا په داسې حال کې ده، چې اقتصادي کارپوهان وايي؛ د کانونو د قراردادونو له لاسلیکولو سره به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه او پانګونه زیاته شي.