تازه خبرونه
د کانونو وزارت چارسمبالي او د ټاپي پروژې مشر د دې پروژې پر چټکتیا ټینګار څرګند کړ
دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو، د پاتې کارونو د چټکتیا، د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو پر زیاتوالي او د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو پر لوړولو او نورو اړوند مسایلو خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري د شنبې پر ورځ( د مرغومي پېنځلسمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس محمد مراد امانوف سره وکتل.
دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو، د پاتې کارونو د چټکتیا، د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو پر زیاتوالي او د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو پر لوړولو او نورو اړوند مسایلو خبرې کړې دي.
په افغانستان کې له څه باندې دوه میاشتو راپدېخوا د ټاپي پروژې کار روان دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې یو مهم ګام بولي او ټینګار کوي، چې د دې پروژې پلي کېدا به افغانستان د سیمې پر یوه مهم اقتصادي مرکز بدل کړي.
د خصوصي سکټور غړي هم په دې باور دي، چې د ټاپي پروژې د عملي کېدا په صورت کې به د څلورو هېوادونو په ځانګړي توګه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ سیاسي او اقتصادي تعاملات او سیمهییزې همکارۍ زیاتې شي.
د نړیوالو اړیکو کارپوهانو ويلي، له ډيلي سره د اسلامآباد سیاسي ستونزو د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نللیکې د پروژې د پیل مخه ډپ کړې ده. دوی ټینګار کوي، چې که چارسمبالی حکومت د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د پاکستان پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي؛ اسلامآباد به د ټاپي پروژې ستونزه اواره کړي.
