سوداگري

د کجکي بند د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ماشین ګټې اخیستنې ته چمتو شو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۴, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو چارواكو ويلي؛ ټاکل شوې، چې د هلمند کجکي بند د توربینونو له ترمیم او بیارغونې وروسته د چارشنبې پر ورځ د زمري ۵ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کجکي بند انجنيرانو ويلي، چې دا بند د پراختيا وړتيا لري.

د کجکي بند انجنیر ضیاء الحق وايي؛ د دغه بند له فعالېدو سره سل میګاواټه برښنا تولید او د هلمند او کندهار ولایتونو ته به ووېشل شي.

یو شمېر کار پوهان د دغه بند فعالیت د برښنا د تولید او د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې اړین بولي.

اقتصادي شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي: هر څومره، چې په هېواد کې دننه برښنا تولیدېږي، هومره به افغانستان د وارداتي برښنا له انحصاره خلاص او کرکیله به هم پراخه شي.

اقتصادي کارپوه شبیر بشیري وایي: د دې بند له اوبو څخه به ډېرې وچې ځمکې خړوبه او کرنیزې شي. د افغانستان پیسې به له افغانستان څخه بهر نه وځي او د دې ولایت خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

ځیني نور کارپوهان بیا په دې باور دي، چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى، نو د بندونو جوړول د کار زمينه برابرولى شي او افغانستان به په راتلونکې کې د کورنيو توليداتو له پلوه پر ځان بسيا شي.

اسلامي امارت په داسې حال کې تر راتلونکې یوې ورځې د کجکي بند د توربینونو له رغونې وروسته پرانېزي، چې د فراه ولایت د بخش آباد او د نیمروز د کمال خان بندونو د کار د ځنډېدو د لامل د څېړلو لپاره یو پلاوی ګمارل شوی دی.

Trending

Exit mobile version