تازه خبرونه
د کرنې وزارت چارسمبالي له ایراني پلاوي سره وکتل
په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر کرنه، مالدارۍ، د خوراکي توکو پر صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکیو پر روزنه او ګډو پانګونو ټینګار وشو.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطاءالله عمري په کابل کې له یوه ایراني پلاوي سره د کرنې او مالدارۍ پر بېلابېلو خواوو دوه اړخیزې کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران په پلاوي کې، چې مشري یې د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي کوله د والي سیاسي او امنیتي مرستیال علیرضا مرحمتي، د اقتصادي همغږۍ مرستیال داود شهرکي، د ودانیزو چارو مرستیال منصور بیجار، د ایران د پارلمان غړیو محمد سرګزي او فرهاد شهرکي او په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلامرضا نجاري ګډون درلود.
د خبرپاڼې له مخې؛ کرنې د جهاد ټولنې رییس علیرضا دهمرده او د ایران د کرنې وزارت سلاکارانو هم په دې ناسته کې حضور درلود.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر کرنه، مالدارۍ، د خوراکي توکو پر صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکیو پر روزنه او ګډو پانګونو ټینګار وشو.
عطاءالله عمري ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال هیله وښوده، چې افغانستان به وکولی شي د ایران له علمي او فني تجربو او لاسته راوړنو ګټه پورته کړي.
هغه همدارنګه په راتلونکي کې د دې همکاریو د عملي کولو لپاره د ګامونو اخیستلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
ایراني پلاوي د خپل سفر موخه په کرنه او مالدارۍ کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړي کول، افغان زدهکړیالانو ته د ښوونیزو بورسونو ورکول او د صادراتو او وارداتو زیاتول اعلان کړل.
دغه راز دې پلاوي په کب نیونه، کرنه، بڼوالۍ، د پرمختللیو لابراتوارونو جوړولو او د څېړنیزو فارمونو په برخه کې د ایران لاسته راوړنې یادې کړې او په دې برخو کې یې د همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم هم ګډون درلود او دواړو لوریو په ټولو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

