تازه خبرونه
د کرنې وزارت چارسمبالي له ایراني پلاوي سره وکتل
په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر کرنه، مالدارۍ، د خوراکي توکو پر صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکیو پر روزنه او ګډو پانګونو ټینګار وشو.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطاءالله عمري په کابل کې له یوه ایراني پلاوي سره د کرنې او مالدارۍ پر بېلابېلو خواوو دوه اړخیزې کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران په پلاوي کې، چې مشري یې د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي کوله د والي سیاسي او امنیتي مرستیال علیرضا مرحمتي، د اقتصادي همغږۍ مرستیال داود شهرکي، د ودانیزو چارو مرستیال منصور بیجار، د ایران د پارلمان غړیو محمد سرګزي او فرهاد شهرکي او په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلامرضا نجاري ګډون درلود.
د خبرپاڼې له مخې؛ کرنې د جهاد ټولنې رییس علیرضا دهمرده او د ایران د کرنې وزارت سلاکارانو هم په دې ناسته کې حضور درلود.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر کرنه، مالدارۍ، د خوراکي توکو پر صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکیو پر روزنه او ګډو پانګونو ټینګار وشو.
عطاءالله عمري ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال هیله وښوده، چې افغانستان به وکولی شي د ایران له علمي او فني تجربو او لاسته راوړنو ګټه پورته کړي.
هغه همدارنګه په راتلونکي کې د دې همکاریو د عملي کولو لپاره د ګامونو اخیستلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
ایراني پلاوي د خپل سفر موخه په کرنه او مالدارۍ کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړي کول، افغان زدهکړیالانو ته د ښوونیزو بورسونو ورکول او د صادراتو او وارداتو زیاتول اعلان کړل.
دغه راز دې پلاوي په کب نیونه، کرنه، بڼوالۍ، د پرمختللیو لابراتوارونو جوړولو او د څېړنیزو فارمونو په برخه کې د ایران لاسته راوړنې یادې کړې او په دې برخو کې یې د همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم هم ګډون درلود او دواړو لوریو په ټولو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
تازه خبرونه
ترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.
د ترکیې پولیسو هغه ۳۵ افغان کډوال نیولي، چې غوښتل یې د دې هېواد له شمال لویدیځ بالیکسیر ولایت څخه د سمندر له لارې یونان ته واوړي. دغه راز د کډوالو د قاچاق پر تور څلور شکمن کسان هم نیول شوي دي.
پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.
د پولیسو له کړنلارو وروسته؛ له څلورو شکمنو کسانو څخه درې د محکمې پر حکم زندان ته لېږدول شوي، خو څلورم کس د قضايي څارنې لاندې خوشې شوی دی.
۳۵ افغان کډوال هم د ناقانونه کډوالو مرکز ته لېږدول شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او بریټانیا استازو د پاکستان او افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.
د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع د ویډیوکنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د سیمې د روان وضعیت، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو اړیکو او ګډې همکارۍ غوښتونکی دی او د سیمې د ثبات او سولې ملاتړ کوي.
دغه راز ریچارډ لینډزي ویلي، چې بریټانیا د سیمې روان بدلونونه له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدا لپاره یې له دواړو لوریو سره لیدنې او سلا مشورې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، چې د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم زمینه برابره شي.
د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رییس په پای کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې په چوکاټ کې له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ستونزو سولهییز حل ته ارزښت ورکوي.
هغه زیاته کړې، چې افغانان د سولې غوښتونکي ملت په توګه د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل اوږده تجربه لري.
تازه خبرونه
په تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
د دې بنسټ د تازه راپور له مخې؛ ۶۴ زره او ۷۳۲ کسان، چې ۶۸ سلنه جوړوي له ایران او ۳۰ زره او ۷۵۷ کسان، چې ۳۲ سلنه کېږي؛ له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د لړم له درېیمې څخه تر شپاړلسمې / د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر له پنځهویشتمې څخه د نومبر تر اوومې پورې ۹۵ زره او ۴۸۹ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د دې بنسټ د تازه راپور له مخې؛ ۶۴ زره او ۷۳۲ کسان، چې ۶۸ سلنه جوړوي له ایران او ۳۰ زره او ۷۵۷ کسان، چې ۳۲ سلنه کېږي؛ له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز له افغانستان څخه د ۴۴زره او ۸۹۹ کسانو وتل هم ثبت شوي، چې له ۳۴زره او ۲۰۶ کسان ایران او ۱۰ زره او ۶۹۳ نو پاکستان ته تللي دي.
راپور ښيي، چې د اسلامکلا بندر د ټولو ثبت شوي راتګ ۴۰.۵ سلنې له کبله تر ټولو ډېر د تګ راتګ سرحدي بندر و. له دې وروسته د پل ابریشم بندر د ۲۵.۷ سلنې او سپینبولډک د ۱۷.۶ سلنې پر درلودلو دوهیم او درېیم ځای خپل کړی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
-
تازه خبرونه3 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
لوبی4 days agoرحمت شاه په ټسټ لوبه کې د نړۍ اووم غوره توپوهونکی شو
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
-
تحول4 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
