تازه خبرونه

د کرونا ضد هندي واکسینو لومړنۍ ټولګه کابل ته را ورسېده

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۳۹۹)

 د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ویلي، چې له هنده افغانستان ته د کرونا ضد واکسینو پېنځه سوه زره ډوزه رارسېدلي، چې ۲۵۰ زره کسانو ته به ولګول شي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح وایي، چې په هند کې جوړ شوي د کرونا واکسین د روغتیا د نړیوال سازمان له هوکې کولو وروسته به لومړی پر ۱۵۰روغتیاپالانو او بیا د پاخه عمر لرونکیو کسانو ته، چې مزمنې ناروغي لري، ولګول شي.  

په افغانستان کې د هند د سفارت چارسمبالي راګورام ویلي؛ هند او افغانستان یو بل ته ورته دي. مونږ دا دوستي د واکسیناسیون له لارې کوو. پوهیږو، چې هند نړۍ ته یو درملتون دی او مونږ خپل تولیدي واکسین له تبعیض او ملتپالنې پرته ټولو ته رسوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ له هند څخه په مننه ټینګار کړی، چې دا واکسین به په لومړي سر کې امنیتي ځواکونو او روغتیایي کارکوونکیو او وروسته د ټولنې زیانمنونکیو ته ولګول شي.

کابل ښاریان ټینګار کوي، چې د واکسینو په وېش کې باید لکه  د بهرنیو مرستو په څېر بې عدالتي ونشي.

مخکې له دې د عامې روغتیا وزارت ویلي وه، چې تر دوه راتلوونکیو کلونو به د نړیوال بانک او آسیا پراختیایي بانک په همکاري څلویښت سلنه وګړیو ته واکسین ولګول شي.

 همدا راز د کواکس واکسین نړیوالې ټولنې او چین ژمنه کړې، چې افغانستان ته د کرونا واکسین د چمتوکولو په برخه کې  مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو ۲۴ ګړیو را پدیخوا په هېواد کې پر کرونا ویروس ۲۴ کسان اخته شوي، چې ۴ په کابل، دوه په هرات، ۸ په ننګرهار، ۲ په کندوز، ۳ په نیمروز او په کونړ، فاریاب او پنجشیر ولایتونو کې یوـ یو دي.

تر دې دمه په هېواد کې ۵۵۳۵۹ کسان پر کرونا اخته شوي، چې ۲۴۱۳ ترې مړه او ۴۸۰۴۱ یې رغېدلي دي.

Trending

Exit mobile version