تازه خبرونه
د کرونا ویروس په واکسین آزموینه کې د برازیل رضاکار ومړ
(Last Updated On: لړم ۱, ۱۳۹۹)
د برازیل یو داوطلب، چې د استرازنیکا او اکسفورډ پوهنتون لخوا د کرونا ضد جوړ شوي واکسین یې پر ځان ازمویلي وه؛ مړ شو.
د برازیل روغتیايي چارواکي انویسا دغه خبر تائید کړی او وایي، چې آزموینه به روانه وي.
د اکسفورد پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ د دې کلینیکي آزموینې د خوندیتوب په اړه هیڅ اندېښنه نشته او دغه آزموینه به روانه وساتل شي.
یوې سرچینې رویترز ته ویلي، چې که مړ شوي رضاکار د کرونا واکسین ترلاسه کړی وای؛ آزموینه به بند شوې وای.
ویل کیږي، چې دغه سړی د څارنې د ډلې غړی و او د مننژیت واکسین ورکړشوي وه.
د ساو پاولو فدرالي پوهنتون، چې د برازیلي سړي مړینه یې تائید کړې او وایي، چې د څارنې کمیتې د کلینیکي آزموینو د روانو ساتلو وړاندیز کړی دی.