Connect with us

لوبی

د کرکت نړیوال جام لوبډلمشران د سیالیو له پیل څخه مخکې د بریاوو ډاډ څرګند کړ

خپور شوی

د

د نرینه‌ووکرکت نړیوال جام دیارلسم پړاو نن پنجشنبه د اکتوبر پر ۵ پیل کیږي او هغه ۱۰ لوبډلمشان، چې خپلې لوبډلې یې شپږ‌اوونیزو سیالیو ته چمتو کړي؛ له سیالیو مخکې یې د بریاوو ډاډ څرګندوي.

دغه ۱۰ لوبډلمشران، چې په راتلونکیو ۴۸ ورځو کې به د خپلو بریاوو لپاره هڅې وکړي؛ د چارشنبې پر ورځ یې د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د هند د لوی راوی شاستري او د انګلستان نړیوال جام ګټونکی لوبډلمشر ایون مورګان سره یوه تعاملي ناسته ترسره کړه.

د هند لوبډلمشر روهیت شرما ډاډ څرګند کړ، چې دغه سیالۍ به په هېواد کې د کرکت له پراخ ملاتړ څخه برخمنې وي.

هغه وایي، چې نړیوال جام ګټل د ماشومتوب خوب و.

نوموړي ویلي؛ تاسې پوهیږئ، چې دلته ناست هر مشر غواړي د خپل هېواد لپاره یو څه ترلاسه کړي. دا هغه څه دي، چې بشپړ ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې خلک به له دې سیالیو سره ډېره مینه ولري؛ لوبغالی به له ګڼې ګوڼې ډک وي. په هند کې خلک له کرکت سره هومره مینه لري څومره، چې له خپلې لوبډلې سره مینه کوي؛ خو ډاډه اوسئ، چې دا به یوه ستره سیالۍ وي.

د نړیوال جام د اتلولۍ پېنځه ځله ګټونکي استرالیایي لوبډلمشر پت کامینز د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ ته سترګې پر لار دی، چې د تلې پر ۲۲ / د اکتوبر پر ۱۴ په احمد آباد کې ترسره شي.

د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم د خپلو کوربه‌نو میلمه پالنه خوښه کړه او هیله یې وښوده، چې په ټوله نړۍ کې به مینه‌وال د کرکت له دې معیاري لوبو خوند واخلي.

د انګلستان د دفاعي اتلانو لوبډلمشر جوس بتلر ویلي، چې لوبډله به یې سیالې لوبډلې سره مخ شي او بیا به هم بری خپل کړي.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، چې په درېیم نړیوال جام کې د افغانستان مشري کوي، تمه لري، چې ګڼه ګوڼه او شرایط به یې ملاتړ وکړي.

د بنګله دیش لوبډلمشر شکیب الحسن د ICC د نرینه وو په یو ورځنیو کرکت نړیوال جام کې له خپلې لوبډلې ډاډمن دی او وایي: زه فکر کوم، چې مونږ ښه چمتووالی نیولی دی. اوس د دې وخت دی، چې مونږ یې ښه ننداره وکړو. زمونږ لوبډله چمتو ده او د هېوادوالو هیلې به ترسره کړو.

د هالند کپتان سکات ادواردز په حیدراباد کې د پاکستان پر وړاندې د یوې په زړه پورې سیالۍ په اړه خبرې وکړې، چې لوبډلې ته یې په پام کې نیولې ده.

د سویلي افریقا لوبډلمشر تیمبا باوما ویلي، چې ډېر لږ لوبډلې به د هند پر شرایطو له ښه پوهیدو څخه به ځانګړې ګټه پورته کړې.

هغه وایي: یوشمېر لوبډلې په هند کې لوبیدلي، په هند کې یې ښه لوبه کړې؛ نو زه به واقعیا ونه وایم، چې دا زموږ لپاره ګټه ‌لري. زما په اند ټول هغه څه، چې مونږ یې کولی شو د هغو هلکانو لپاره دي، چې تجربه او پوهه لري. دوی کولی شي، چې لوبډلې  ته یې وړاندې کړي یا زمونږ د ستراتیژیو او پلانونو له مخې یې وکاروي.

د سريلانکا لوبډلمشر داسون شاناکا له ټپي کيدو سره – سره په نړيوال جام کې د وينا کولو په لټه کې شو او وایي: وګورئ! زمونږ لپاره په زړه پورې وخت دی. تاسې پوهیږئ، چې د یوې ډلې په توګه مونږ نړیوال جام ته سترګې پر لار یوو.

د نیوزیلند کین ویلیمسن، چې په تېر کې یې دوه ځله نړیوال جام فاینل ته لار موندلې باور لري، چې هرڅوک په سیالۍ کې نوي پیل لري.

هغه څه، چې تاسې ورته اړتیا لرئ:

لومړۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ په احمد آباد کې انګلستان او نیوزیلند وکړي. فائنل به د نومبر پر ۱۹ نېټه وي۔

شپږ ورځنۍ لوبې به په ځايي وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو پیل شي؛ خو هره بله لوبه به د شپې پر ۲ بجو پیل کیږي.

که څه هم د دواړو نیمه پایلوبو لپاره د باران په صورت کې ریزرو ورځې شتون لري؛ خو ټاکل شوې، چې د نومبر پر ۱۵ او ۱۶ په ممبي او کلکته کې ترسره شي.

د افغانستان لومړۍ لوبه به د اکتوبر پر اوومه نېټه د سې شنبې پر ورځ د بنګله دېش په دھرم شالا کې ترسره شي.

د افغانستان لوبې په لاندې ډول دي؟

  • افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې: شنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مه، دھرم شالا
  • افغانستان د هند پر وړاندې: چارشنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱۱، ډیلي
  • افغانستان د انګلستان پر وړاندې: شنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱۴، ډیلي
  • افغانستان د نیوزیلند پر وړاندې: چارشنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱۸، چنای
  • افغانستان د پاکستان پر وړاندې: دوشنبه، د اکتوبر ۲۳، ۲۰۲۳، چنای
  • افغانستان د سریلانکا پر وړاندې: دوشنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۳۰، پونی
  • افغانستان د هالند پر وړاندې: جمعه، د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۳، لکنو
  • افغانستان د استرالیا پر وړاندې: سې شنبه، د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۷ ، ممبي
  • افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې: جمعه، د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۱۰، احمد آباد

 

آریانا تلویزیون شبکه به د پنجشنبې پر ورځ د انګلستان او نیوزیلند ترمنځ لوبه په ژوندۍ بڼه خپروي.

د لوبې دمخه خپرونې د غرمې پر ۱۲ بجو پیلیږي او لوبه به د ماسپښین پر ۱ بجه پیل شي.

لوبی

افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

Published

on

د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربه‌توب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.

د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوه‌یم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.

Continue Reading

لوبی

د یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

Published

on

نن(چارشنبه د غویي دوه‌یمه) د هېواد د غېږنیونې ملي فډراسیون د چارواکو په شتون کې له آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو تړون لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

دا سیالۍ د پېنځه پړاویز پروګرام پر بڼه په پام کې نیول شوي او تړون یې د راتلونکو پېنځه پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.

دغه راز دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې به هره شپه د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په ۲زره ۵۰۰ کسیز ورزشي سالون کې ترسره شي.

دا هڅه په هېواد کې د رزمي سپورټ د ودې او د لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې یو اړین ګام ګڼل شوی دی.

ویل کیږي، چې دا سیالۍ به د آریانا نړیوالې راډیو ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو خپروي

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Published

on

آریانا ټلویزیون د تېر کال د لومړۍ پړاو له بریالي خپراوي وروسته د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو د تولید او خپرولو حقونه ترلاسه کړي دي.

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

تمه ده، چې په دې سیالیو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د تنکیو، ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ګډون شاوخوا  ۶۰ لوبغاړي برخه ولري.

دا سیالۍ به د ګروپي پړاو پر جوړښت پیل شي او تر پایلوبې ورسیږي. دا پړاو به یو ځل بیا د ۶ توپونو چټک سنوکر بڼه ولري.

په لومړي پړاو کې نوید نادري د رییس خان هوتک پر وړاندې ۷ پر ۶ اتلولي وګټله. ۳۲ کلن نادري له غوره یو اوونیزې سیالۍ وروسته اتلولي ترلاسه کړه.

د هېواد شپاړس غوره لوبغاړو، چې ډېری یې تنکي ځوانان ول؛ په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه واخیسته او خپل ځلیدونکي استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ملي سنوکر فډراسیون رییس وحیدالله اصغري هغه مهال له لوبغاړو داسې ستاینه وکړه، چې ځوانو لوبغاړو پیاوړې وړتیا ښودلې او د دې سپورټ راتلونکی هیله بښونکی دی.

د ټورنمنټ لومړی پړاو د آریانا ټلویزیون له‌خوا په ټول هېواد کې تنظیم او خپور شواو په دې اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د سیالیو پوښښ یې د پام وړ لیدونکي راجلب کړل.

سنوکر د افغانستان په ښاري سیمو کې ځوان نسل پر ځان راټول کړی؛ ځانګړي کلپونه لري او سیالیو ته جمتو کیږي. تمه ده، چې د آریانا سنوکر اتلولۍ جام بیا هم زړه راکښونکی شي او خپل پیاوړي لوبغاړي وځلوي.

تنظیم کوونکي وايي، چې دوه‌یم پړاو به هم تېر کال ته ورته بریالی ترسره شي او لوبغاړي به پر ملي کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!