لوبی

د کرکت نړیوال جام په لړ کې افغانستان له نیوزیلنده ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام په څلورمه لوبه کې د چارشنبې پv ورځ (د تلې ۲۶) د هند په چینای ښار کې له نیوزیلند ملي لوبډلې سره مخ شوه او د ۱۴۹ منډو پر توپیر یې ماتې وخوړه.

افغانستان په پيل کې پچه وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه يې وکړه او په لومړۍ نيمايي کې نيوزيلند ته يې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

نیوزیلند په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړیو پر سوځیدو ۲۸۸ منډې جوړې کړې. په‌دې حساب یې افغانستان ته ۲۸۹ نمرې هدف وټاکه.

افغان لوبډلې په ۳۵ اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۹ منډې یې جوړې کړې؛ خو بریالی نه‌شو، چې  ټاکل شوی هدف بوره کړي.

د توپ‌اچونې په برخه کې د افغانستان پیل ښه نه‌و، د دې لوبډلې دوه لوبغاړي په لومړیو لس اورونو کې یوازې د ۲۸ منډو پر ترسره کولو وسوځېدل. افغان لوبډلې تر ۲۷ اوره یوازې ۱۰۷ نمرې واخیستې او څلور مهم لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. د افغانستان لوبډلې وروستي پېنځه لوبغاړي یوازې د ۱۴ نمرو پر ترلاسه کولو وسوځېدل.

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم په سختو شرایطو کې له وسوځېد. هغه په دې لوبه کې یوازې ۸ نمرې واخیستې.

په دې لوبه کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، اکرم علیخېل، عظمت الله عمرزي، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن، نوین حق او فضل الحق فاروقي ونډه لرله.

د نیوزیلند لوبغاړي دوون کانوی، ویل یانګ، راچین رویندرا، داریل میچل، تام لتهام، ګلن فیلیپس، مارک چپمن، مچل سانتنر، لاکی فرګوسن، مت هینري او ترینت بولت ولوبېدل.

د نیوزیلند ګلین فیلیپس د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

نیوزیلند د دې لړۍ په تېرو درې لوبو کې بریا خپله کړې وه او لهه دې بریا سره اوس هم د لښتیلیک ( جدول ) په سر کې ده.

افغانستان په خپلو تېرو درې لوبو کې دوه بایللي او یوه یې له انګلستان څخه ګټلې ده.

نیوزیلند په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې له انګلستان څخه ماتې خوړلې وه؛ خو په ۲۰۲۳ نړیوال جام کې یې انګلستان ته ماتې ورکړه.

په دې پړاو کې د افغانستان یوازنۍ بریا د انګلستان پر وړاندې ده، چې د دې جام دفاعي اتل و. دا بریا د انګلند لپاره یوه ټکان ورکوونکې وه او افغانستان ته یې ډېرې هیلې پر برخه کړې.

د افغانستان راتلونکې لوبه به د دوشنبې پر ورځ ( د لړم پر لومړۍ/ د اکتوبر پر  ۲۳) د پاکستان پر وړاندې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version