Connect with us

لوبی

د کرکت نړیوال شل آوریز لیګ لومړۍ لوبه دبۍ کپیتلز وګټله

خپور شوی

د

د کرکټ د ۲۰ آوریزه نړیوال لیګ په لومړۍ لوبه کې، چې د جمعې پر شپه په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه؛ د دبۍ کپیتلز لوبډلې د ابوظبي نایت رایدرز لوبډلې ته په ۷۳ منډو ماتې ورکړه.

د دوبۍ لوبډلمشر روفمن پاول د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې د ۴۸ منډو پر جوړولو د مخالفې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

دغه راز رابین اوتاپا ۴۳، جو روت او سکندر رضا هر یوه ۲۶ منډې وکړې او د دبۍ لوبډلې د شپږ لوبغاړیو پر سوځیدو ۱۸۷ منډې جوړې کړې.

بل خوا د ابوظبي لوبډلې په ۲۰ آورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو سره  ۱۱۴ منډې جوړې کړې او ټاکل شوې موخې ته ونرسېده.

د افغانستان له لوري پاول، عاکف راجا او مجیب الرحمن دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

سکندر رضا له دې لوبې وروسته ويلي: د دې لوبې له ګټلو وروسته زمونږ د لوبغاړیو حالت ډېر ښه دى. دا تل ښه ده، چې سیالۍ له بریا سره پیل کړئ. په دبۍ کې د کابو ۱۹۰ منډو هدف په حقیقت کې ښه هدف و. جو روت یو حیرانونکی ستوری او کرکت لوبغاړی دی. هغه نن خپلې وړتیاوې وښودلې.

د ابوظبي لوبډلې لوبډلمشر سنیل نارین ویلي: د دبۍ کیپیتل لوبډلې ښه توپ اچونه وکړه. مونږ نشو کولی هدف ته د رسیدو لپاره کافي ملګرتیا ولرو. هیله لرم، چې په راتلونکیو سیالیو کې به ښه لوبه وکړو.

د سیالیو بشپړې څرګندونوې:

په دې سیالیو کې د دبۍ، ابوظبي او شارجې په لوبغالیو کې ۳۴ لوبې شاملې دي او د فبرورۍ تر ۱۲ مې نېټې به دوام وکړي.

په دې ټورنمنټ کې د شپږو لوبډلو په ګډون تر سلو زيات بهرني او ځايي لوبغاړي برخه لري.

د ۲۰۲۳ نړیوال شل آوریز لیګ د لوبډلو جوړښت:

د ابوظبي نایت رایدرز لوبډله: سونیل ناراین (لوبډلمشر) آندرې رسیل، جاني بیرستو، پال سترلینګ، لیهرو کومارا، چریت سلانکا، برندون ګوور، کالین اینګرام، عقیل حسین، سیکوګي پراسانا، راوي رامپال، ریمون ریفر، کینار لیویس، مطیع الله خان، فرهاد نواز، صابر علي، علي خان، زوار فرید او زمان خان.

دیزرت وایپرز لوبډله: کالین مونرو (لوبډلمشر)، ونیندو هسرنگا، سام بیلینګز، الیکس هیلز، تام کوران، سندیپ لمیچاني، ثاقب محمود، شېرفاني روترفورد، بین دوکیت، بیني هاویل، شیلدون کاتریل، روبین ترمپیلمن، اعظم خان، روحان مصطفی، شېراز احمد، علي نصیر، روناک پانولي، آرین لکرا او روزونکی: جیمز فوستر.

د دوبۍ کپیتلز لوبډله: روفمن پاول (لوبډلمشر)، دشمنتا چمیرا، حضرت الله ځاځي، فبیان آلن، مجیب الرحمن، سکندر رضا، ایسورو ادانا، نیروشان دیکویلا، داسون شناکا، بنوکا راجاپاکسا، دان لارینس، بلیسنګ مضرباني، جورج مونسي، فرید کلاسن، جوروت، رابین اوتاپا، روي بوپارا، حضرت لقمان، چراغ سوري، جیش جیاناني، عاکف راجا، یوسف پتان، راهول باتیا او  روزونکی: فیل سایمونز.

د ګلف لوبډله: جیمز وینس (لوبډلمشر) کریس جوردن، کریس لین، شیمرون هیتمیر، تام بینتون، دامینیک دریکز، دیوید ویس، لیام داسن، سی پی رضوان، جیمی آورتون، قیس احمد، ریچارډ ګلیسن، ایلی پاپ، ریحان احمد، وین مدسین، آیان افضل خان، انش تاندون، سانچیت شرما، اشونت ولتپا او روزونکی: اندي فلاور.

د ام آی اماراتو لوبډله: کایرون پولارد (لوبډلمشر)، دوین برافو، نیکولاس پوران، ترینت بولت، اندری فلیچر، عمران طاهر، سمیت پتیل، ویل سمید، باسل حمید، جوردن تامپسن، نجیب الله ځدران، ظاهر خان، فضل الحق فاروقي، براد ویل، بیس دی لید، محمد وسیم، ویریتیا اراویند، ظهور خان، لورکان تکر، جانتن فیګي او روزونکی: شین باند.

د شارجه واریرز لوبډله: معین علي (لوبډلمشر) دیوید مالان، ایوین لیویس، محمد نبي، کریس ووکس، نور احمد، رحمان الله ګاربز، نوین الحق، تام کوهلر کادمور، کریس بینیامین، دني بریګز، مارک دیال، بلال خان، جي جي سمیت, کارتیک میاپان, علي شان شرف, جنید صدیق , محمد جاویدالله او روزونکی: پاول فاربریس.

د یادونې ده، چې د دې لیګ دوه یمه لوبه به نن ماښم ۶ بجې د ام آی اماراتو او شارجه واریز ترمنځ وي.

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نه‌شو او لومړۍ نیمایي لوبه بې‌ګوله پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.

له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوه‌یم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.

خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.

استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوه‌یمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!