لوبی
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن له پېښور زلمي سره یوځای شو
پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې د افغانستان تجربه لرونکی تکړه لوبغاړی مجیب الرحمن د پاکستان سوپر لیګ اتم پړاو لپاره له پېښور زلمي سره یوځای شوی دی.
دی نیوز راپور ورکړی؛ دغه ۲۱ کلن ځوان د دوشنبې پر شپه په ملي لوبغالي کې له پېښور زلمي لوبډلې ته غوره شو.
مجیب، چې یوه تست لوبه کړې؛ په شل آوریزو لوبو کې یې ښه ریکارد لري.دغه راز نوموړي په ۲۰۵ لوبو کې ۲۲۵ ویکتې اخیستي دي.
مجیب د افغانستان د پخواني نړیوال کرکت لوبغاړي نور علي ځدراڼ وراره دی.
