لوبی

د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکیو ۴ کلونو لپاره د افغانستان سیالۍ اعلان کړې

Published

on

د کرکټ نړیوالې شورا د څرګندونو له مخې؛ افغانستان به د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ د بېلابېلو لوبډلو پر وړاندې ۲۱ تست لوبې، ۴۵ نړیوالې یو ورځنۍ هغه او ۵۷ نړیوالې شل آوریزې سیالۍ ترسره کړي.

د کرکت نړیوالې شورا له اعلان شوي مهالوېش سره سم به په یاده موده کې افغان کرکت ملي لوبډله له ایرلیند سره څلور او له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړي. دغه راز به افغان لوبډله د هند، نیوزیلند او آسترالیا په څېر د کرکت نړۍ له سترو او پیاوړیو لوبډلو سره هم لوبلړۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکت ملي لوبډله به د یاد پروګرام له مخې خپلې سیالۍ د ۲۰۲۳زېږدیز کال په جون میاشت کې بنګله دیش ته په یوه بشپړ سفر پیل کړي، چې په کې له کوربه لوبډلې سره دوه تست لوبې، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي، چې ورپسې به په نورو څو میاشتو کې د زمبابوی، پاکستان او ویست اندیز لوبډلو کوربتوب وکړي.

د راتلونکیو سفرونو په پروګرام کې د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې (۵) تست لوبې له زمبابوی سره برابرې شوې دي؛ هغه لوبډله، چې به ورسره افغان اتلان په ۱۲ نړیوالۍ یو ورځنۍ او ۱۲ نړیوالې شل آوریزې سیالۍ هم ترسره کړي. د دې ترڅنګ به افغان لوبډله له ایرلیند سره څلور تست لوبې، ۱۲ نړیوالې یو ورځنۍ او ۱۰ نړیوالې شل آوریزې سیالۍ ترسره کړي.

دغه راز به د دغه پروګرام له مخې افغان لوبډله آسترالیا، هند او نیوزیلیند ته هم سفرونه وکړي او هم به په دې بهیر کې د دغو لوبډلو کوربتوب کوي.

د افغانستان کرکت بورد اجرائیوي مشر نصیب خان د کرکت نړیوالې شورا د راتلونکیو سفرونو له اعلان شوي نوي پروګرام هرکلی کوي او وایي؛ د افغانستان لپاره د تست لوبو زیاتوالی د افغانستان د کرکت په وده او د لوبغاړیو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې: مونږ تل له سترو لوبډلو سره د لوبو غوښتنه کړې ده؛ د بنګله دېش، سریلانکا او هندوستان په ګډون هېوادونو ته مو سفر وکړ او دغه راز مو د نړیوالې شورا په بېلابېلو غونډو کې له نورو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره لوبې ترسره کړي.

ویل کیږي، چې په راتلونکیو څلور کلونو کې به افغانستان د سترو لوبډلو پر وړاندې ډېرې تست لوبې وکړي او سربېره پر دې به دوه اړخیزو لوبو ته زمینه برابره شي، چې د افغانستان د کرکت پر تخنیکي او مالي اړخ مثبته اغېزه ولري.

Trending

Exit mobile version