تازه خبرونه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د یو این ډي پي رییس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ
عبداللطیف منصور په ایکس پاڼه کې لیکلي: د لیدنې پر مهال د یو این ډي پي رییس سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د یو این ډي پي (UNDP) له رییس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره ولیدل.
عبداللطیف منصور په ایکس پاڼه کې لیکلي: د لیدنې پر مهال د یو این ډي پي رییس سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.
سټیفن ویلي؛ دوی د افغانستان د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پروژې طرحه کوي، چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې؛ دوی به کوښښ وکړي، چې له یاد وزارت سره همغږي زیاته او د همکاریو له لارې نور هم د پروژو په زیاتوالي کې کوښښ وکړي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) رییس سټیفن او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامدارو مرستو قدرداني کوي.
عبداللطیف منصور ټینګار کړی؛ پروژې باید په هغو لرې پرتو سیمو کې پلي شي، چې اړتیا ورته لیدل کیږي او ژمنه يې وکړه، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه تل له تاسې سره همکار دی.
ویل کیږي، چې د دواړو لوریو ترمنځ پر نورې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.