تازه خبرونه

د کندهار په جګړه کې د طالبانو تر څنګ بهرني جنګیالي درېدلي دي ـ پوځي چارواکي

Published

on

(Last Updated On: کب ۵, ۱۳۹۹)

د کندهار پوځي مسوولینو څرګنده کړې، چې د دې ولایت د جګړې په ډګرونو کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو تر څنګ القاعده، پاکستاني او چیچنیايي وسلوال هم جنګیږي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالي كي، چې ځينې سيمې طالبانو نيولي؛ له طالبانو سره د القاعده او چیچنیايي او پاکستاني وسلوالو د مرستې ادعا شوې ده.

پوځي چارواکو ویلي: هغه نښې نښاني، چې د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په څلور میاشتنۍ جګړه کې په لاس ورغلي؛ ښيي، چې له طالبانو سره د القاعده تر څنګ پاکستاني او چیچنايي وسلوالو هم په جګړه کې عملي برخه اخیستې ده.

د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا  ارکان حرب ډګروال محمد لطيف عمري په دي ولسوالي کې له خپلو پرمختګونو خبر ورکوي او وايي، چې عمليات يي د وسلوالو پر ضد روان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دي ولسوالۍ په جګړه کې يې داسې نښې او ثبوتونه موندلي، چې ترې له طالبانو سره د القاعده او چيچنیايي او پاکستاني وسلوالو پراخه مرسته ثابتېږي.

د کندهار د امنيت آمر جنرال فريد احمد مشعل، چې په دي جګړه کې برخه لري وايي؛ عمليات يي د طالبانو پر ضد روان دی، چې تر اوسه یې سلګونه وسلوالو ته مرګ و ژوبله اړولې او ځینې سيمې یې ترې بېرته نيولي دي.

د جګړې له وېرې كډه شوې او د جګړو په سيمو کې بندې پاتې سلګونه کورنیو پر راوانو جګړو خپلې اندېښنې په ډاګه کړي اووايي، چې جګړې یې د ژوند ارام اخیستی.

که څه هم، چي طالبانو د پوځي مسوولینو د دي څرګندونو په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی؛ خو له دې مخکې یې د امریکا د خزانې وزارت هغه راپور رد کړی و، چې وايي؛ طالبان اوس هم له القاعده شبکې سره اړیکي پالي.

د امریکا او طالبانو د تړون له مخې طالبان اړ شوي، چې له القاعده او داعش ته د ورته ډلو سره اړیکي پای ته ورسوي.

Trending

Exit mobile version