تازه خبرونه
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې یو بهرنی سیلانی ټپي شو
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید آریانا نیوز ته ویلي، چې دا پېښه نن سهار (دوشنبه، د زمري شپږمه) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دامان ولسوالۍ د ارغستان پله په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار ولایت سیمهییزو سرچینو راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له کبله یو بهرنی سیلانی ټپي شوی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید آریانا نیوز ته ویلي، چې دا پېښه نن سهار (دوشنبه، د زمري شپږمه) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دامان ولسوالۍ د ارغستان پله په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سیلانی، چې د پولنډ وګړی دی سپین بولډک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له “تونیس” ډوله بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ او سطحي ټپي شو.
اسدالله جمشید زیاته کړې؛ دا پېښه د دواړو موټرو چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
ټپي سیلاني د میرویس سیمهییز روغتون ته لېږدول شوی دی.
د روغتیایي چارواکو ویلي د هغه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ندی او لږ څه ټپي شوی دی.