سیمه ییز خبرونه
د کندهار په سپین بولدک کي پاکستاني لوري د افغان ځواکونو پر پوستو ډزې کړي
د کندهار ولایت مسوولینو ویلي: د پاکستان ځواکونو تېر مازیګر، ماښام او نن سهار پر افغان ځواکونو ډزي کړي؛ دوه هاوانونه یې توغولي؛ خو کوم زیان نلري.
چارواکو څرګنده کړې؛ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ لنډه نښته شوې ده.
چارواکي وايي، پاکستانيو ځواکونو پرته له کوم دلیله د اسلامي امارت پر سرحدي پوسته ډزې کړې دي.
ویل کیږي؛ نن سهار د افغان ځواکونو له ځوابي ډزو سره جګړه درېدلې ده.
د چارواكو په وينا، په دې پېښه كې كوم ځاني زيان رامنځته شوی ندى.
دغه چارواکو څرګنده کړې؛ پاکستانيو ځواکونو د دیورند کرښې له هغې غاړې دوه هاوانونه هم توغولي دي.
چارواکو ويلي، چې د توغنديو د لګېدو له کبله د چمن – سپین بولدک لار د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
د کندهار ولايت وياند حاجي زيد هم پېښه تائيدوي؛ خو وايي، چې اوسمهال وضعيت تر څارنې لاندې دى او د تګ راتګ یاده لار د خلکو پر مخ پرانيستل شوې ده.
