تازه خبرونه

د کندهار په سېلابونو کې خلکو ته درانده مالي او ځاني زیانونه اوښتي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۴۰۱)
په کندهار کې د بې سارو بارانونو له کبله په سېلابونو کې زراعتي ځمکه، ښوونځي، مدرسې، باغونه، کورونه،د خړوبولو ويالې او کاريزونه ويجاړ شوي دي.

يوه مياشت مخکې د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ په کندهار کې هم د بې سارو بارانونو له کبله په راغلیو سېلابونو کې خلکو ته درانده مالي او ځاني زيانونه واوښتل.

دې سېلابونو زراعتي ځمکه، باغونه، کورونه او د زراعتي ځمکو د خړوبولو ويالې او کاريزونه ويجاړ کړي دي.

په کندهار کې سېلابونو د سپين بولدک ولسوالۍ ته د نورو ولسواليو پر پرتله ډېر زيانونه اړولي دي.

سيميز چارواکي وايي د خلکو ژغورنې لپاره د دولت د ملکي او نظامي ادارو د ګډو هڅو په پاېله کې د ډېرې مرګ و ژوبلې مخه نيول شوې ده.

د بولدک ولسوالۍ له سېل ځپلیو سره څه ناڅه مرستې شوي؛ خو دا وګړي وايي، دا مرستې بسنه نکوي او له خيريه ټولنو او نړېوالو بنسټونو څخه غواړي، چې د کورونو په بيارغونه کې بنستيزې مرستې وکړي .

د سپين بولدک ولسوال ملا عبدالعلي آغا عزيزي وایي: ۱۴۶۲ کورنیو کې شپږ شهيدان لرو دوه ټپيان لرو. د الله پاک نصرت او د مجاهدينو مرسته وه، چې ولس ته ډېر زیان اوښتی ندی. مجاهدینو ځانونه ستړي کړل؛ هغه مو ټول خوندي کړل، الوتکې مو راوغوښتلې او له مونږ سره هوايي ځواکونو ډېره مرسته وکړه او ولايتي ادارې هم ډېر کمکونه راسره وکړل.

په کندهار کې د مرستندويه ادارو سيميز چارواکي وايي، دولت تر خپله وسه له سېلاب ځپلیو سره مرستې کړي او دوی ته يي خوراکي توکي، خېمې او نغدې پيسې ورکړې دي .

په  کندهار کې د افغاني سرې مياشتې مشر ملا فیض الله فیضي وایي: مونږ درې سوه کورنيو ته مرسته درلودله، چې په کې خوراکي توکي او غير خوراکي توکي ول. له هغه څخه وروسته تقريبا د اويا کورنیو لپاره د غير خوراکي توکو مرسته وه. همداراز د درې سوه کورنيو لپاره نغدي مرسته وه او د هرې کورنې لپاره لس- لس زره نغدې پيسې ورکړ شوې.

د سپين بولدک ولسوالۍ اوسيدونکي وایي، چې د یوشمېر مدرسو او ښوونځيو د ويجاړېدو او يا زيان اوښتو له کبله اوس ډېري زدکوونکي او طالبان خپلو درسونوته نه حاظريږي .

سېل ځپلی عبدالمتين وایي: هو! کمې کمې مرستې شوي؛ دا يوه خېمه ده، هغه اوړه دي، غوړي دي، چای دی. دا شيان يي راکړي دي.

سېلاب ځپلی حافظ محمد موسي نومی وایي: د مدرسې د نړېدو پر وجهه شاګردان نيمايي اوس سبقان وايي او نيمايي حصه، چې ده هغه د مدرسې د نړېدو له وجهې څخه اوس سبقانوته نه راځي.

د یادونې ده، چې د تېرې مياشتې سېلابونو له کبله په کندهار کې د وچې او تازه مېوو سوداګريزې چارې هم ټکنې شوي، چې بڼوالو ته يي درانده مالي زيانونه اړولي دي .

Trending

Exit mobile version