سیمه ییز خبرونه

د کندهار په عینو مېنه کې چاودنې د كويټې شورا له خوا تنظيم شوې وې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندهار چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د جمعې د ورځې چاودنې د كويټې شورا له خوا تنظيم شوې وې. د كندهار مرستيال والي د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، چې د دې چاودنې د قربانيانو شمېر نهه تنو او د ټپيانو ۶۴ ته رسېدلى دى.

چاودنی د جمعې په ورځ ( د غویی ۲۷ ) ماښام په عینو مېنه کی د دوو کورولا موټرو په واسطه شوې.

د کندهار ولایت سرپرست او مرستیال عبدالقدیم پتیال د یوې خبری ناستی پر مهال خبریالانو ته وویل:

وسله والو طالبانو د پاکستان د کوټی شورا په امر دغه چاودنې کړې دي. د ده په خبره په چاودنو كې نهه تنه وژل شوې او ۶۴ تنه ټپیان دي، چې په وژل شوو کسانو کی درې او په ټپیانو کی ۶ یی پولیس او نور ټول ملكي وګړي دي.

د ښاغلی پتیال په خبره د پېښی هدف د عینو مېنی د ښارګوټی د خلګو ژوند نارامه کول او د ملکی کسانو په منڅ کی وېره اچول دی، چی دا د پاکستان د کوټی شورا اصلی هدف دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د ځانی زیان ترڅنګ چاودنو مالی زیانونه هم اړولي، چی تر اوسه یی کره كچه  نده معلومه.

هغه د کندهار ښاریانو ته ډاډ ور کړ، چی د دې ډول ډېرو پېښو مخه یی نیولې، خو د جمعې د ورځې په پېښه کی بهرنۍ کړۍ خپل هدف ته ورسېدې.

د ویلو وړ ده، چی د کندهار عینو مېنه ښارګوټی په كندهار کی تر ټولو منظمه سيمه ده، چې په لومړي ځل په دغه ښارګوټی کی چاودنه کېږی او زیات شمېر کسانو ته پکښی مرګ ژوبله اوړي.

Trending

Exit mobile version