سیمه ییز خبرونه

د کندوز ولایت د امرباالمعروف ریاست د ښځو د لومړنۍ ناستې کوربتوب وکړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۱)

د لومړي ځل لپاره د کندوز ولايت یو شمېر ښځو د دې ولایت د امرباالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست له مسوولینو سره غونډه وکړه.

په دې غونډه کې کندوزیو میرمنو د امرباالمعروف ریاست له مسوولینو وغوښتل، چې له ښځو سره نرم او مناسب چلند وکړي؛ ښځو او نجونو ته د کار او زد کړې زمینه برابره کړي.

په کندوز ولایت کې د امرباالمعروف مشر ويلي، محتسبین د ښځو د توهین او سپکاوي حق نلري او اسلامي امارت د ښځو د زدکړو او کار له حق څخه  ملاتړ کوي.

د کندوز ولایت د ښځو چارو پخوانۍ مشره  ناهید آصفي وايي، چې له دوی سره باید مناسب چلند وشي او د کار او زد کړو حق ورکړ شي.

دلته داسې میرمنې هم شته، چې د اسلامي امارت له دې تګلارې خوښې دي او وايي، چې د دوی یو شمېر ستونزې اوارې شوي او تمه لري، چې تر شپږم ټولګي پورته به د نجونو لپاره ښوونځي پرانستل شي.

د کندوز ولايت د امرباالمعروف مشر مفتي  محمد الله آخوندزاده د ښځو د زدکړې او کار حق نه ردوي او وايي، چې ښځې او نجونې کولى شي کار او زدکړه وکړي.

مفتي محمدالله آخوندزاده له خپلو مامورینو غوښتي، چې له هیچا سره په ځانګړې توګه له ښځو سره ناوړه چلند ونکړي.

هغه وايي، که له ښځو سره څوک ناسم چلند وکړي؛ مخامخ دې دوی ته شکایت وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې یوه کال کې بېلا بېلو کورنیو او نړیوالو بنسټونو اسلامي امارت د ښځو له حقونو څخه پر سرغړونې تورن کړی؛ خو اسلامي امارت دا تورونه بیځایه ګڼي او وايي، چې د اسلامي شریعت له مخې د ټولنې د هر وګړي حقونه یې خوندي کړي دي.

Trending

Exit mobile version