سوداگري

د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی

Published

on

د کندور ولایت د سوداګرۍ او صنعت ریاست مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې تولیدي شرکتونو ته د جواز د ورکړې او تمدید له کبله څه باندې ۱۲ میلیون افغانۍ عواید تر لاسه شوي.

د کندوز ښاروالۍ مسوولینو ويلي، په تېرو یوولس میاشتو کې د عوایدو له بېلا بېلو ادارو څخه ۱۲۰ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال پر پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د کندوز ښاروالۍ ویاند تاج الدین صحاک ویلي؛ په تېرو یوولس میاشتو کې د صفایۍ محصول، د کار جواز وېش، ګمرکي تعرفو او د جایدادونو د کرايې له درکه یې  ۱۲۰ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي، چې د ښار جوړونې پر چارو لګول شوي دي.

د کندوز د سوداګرۍ او صنعت رییس محمد رحیم سیرت رییس هم وايي؛  د ۳۰۳ تولیدي شرکتونو لپاره د جواز تمدیدولو او ۱۳۰ شرکتونو ته د جواز له ورکولو د دوی په عوایدو کې ۴۸  سلنه زیاتوالی راغلی دی .

د تولیدي شرکتونو خاوندان د بازار د نشتوالي له کبله د خپلو تولیداتو له کموالي شکایت کوي او په دې برخه کې د حکومت له لوري د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کوي.

دوی ویلي؛ په تېر کې یې له هېواد څخه بهر ته صادرات درلودل، خو دا مهال یې صادرات کم شوي دي.

د کندوز سیمه‌ییز مسوولینو څرګنده کړې؛ دوی د سوداګر و او پانګوالو لپاره د اسانتیا د برابرولو لپاره تل هڅه کړې او تمه ده، چې په راتلونکي کال کې به د تولیدي شرکتونو لپاره له هېواده بهر د بازار موندنې په برخه کې لازمې هڅې وکړي.

Trending

Exit mobile version