تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او دغو موخو ته د رسېدو لپاره د عملي ګامونو اخیستلو ټینګار وشو.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل او د واخان دهلیز د سټراټیژیک اهمیت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د مسافرینو د الوتنو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او دغو موخو ته د رسېدو لپاره د عملي ګامونو اخیستلو ټینګار وشو.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي هم کابل ته سفر کړی و او د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو سره یې لیدلي او د کابل او بیجینګ ترمنځ د اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې وې.

د نړیوالو اړیکو کارپوهانو ويلي، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې باید د ملي ګټو پر بنسټ او د بشري حقونو د ازادۍ او اعلامیې په رڼا کې وي.

چین د یوه نړیوال ځواک په توګه د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او له چارسمبالي حکومت سره یې اړیکو ته دوام ورکړی. که څه هم چین تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت ندی پېژندلی؛ خو لومړنی هېواد دی، چې په بیجینګ کې یې د اسلامي امارت رسمي سفیر ومانه. د یادونې ده، چې په تېرو درې کلونو کې یې د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې ساتلې دي.

Trending

Exit mobile version