Connect with us

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت ویاند مل‌پاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوه‌اړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنې‌پټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.

خپور شوی

د

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ نن ( سې‌شنبه د لیندۍ اتلسمه) د دې وزارت وزیر سراج‌الدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره پر دوه اړخیز اړیکو خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مل‌پاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوه‌اړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنې‌پټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.

توکوموف د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې او د ترکمنستان له لارې د اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ.

 

ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني د قزاقستان د همکارۍ له هڅو د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو اړیکې وستایلې او دا ډاډ یې څرګند کړ، چې افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستان څخه د ښه نیت او سیمه‌ییزې همکارۍ توقع لري.

تازه خبرونه

په ایران کې میشت افغانان له سختې پرېکړې سره مخ دي – عرفات جمال

عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال ويلي، چې په ایران کې میشت ډېری افغانان له سختې پرېکړې سره مخ شوي دي.

عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.

نوموړی وایي: ” داسې ښکاري، چې اوسمهال دا (د کډوالو راستنېدا) پوره پاملرنه غواړي. خلک د بمونو او مرمیو په اړه، چې پرې وریږي؛ خبرې کوي. دوی وېره لري؛ خو د خراب اقتصاد په اړه هم خبرې کوي.”

عرفات جمال ویلي، سږ کال شاوخوا ۱۱۰زره افغانان له ایران څخه راستانه شوي دي.

هغه پر ​​افغانستان د پاکستان پوځي یرغل ته د نغوتې( اشارې ) پر مهال ویلي: «د دې خلکو لپاره کومه ښه پرېکړه نه‌وینم؛ ځکه له یوې جګړې تښتي او بلې ته راستنیږي.»

جمال دا خبرداری هم ورکړی، چې ملګري ملتونه اوسمهال د راستنېدونکو د وضعیت د څارنې لپاره پوره مالي سرچینې نلري.

ویل کیږي، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او عمان چارواکو د ایران د جګړې او په افغانستان کې د پاکستان د یرغل په اړه خبرې وکړې

په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د وروستیو بدلونون په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د عمان بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره د سیمې د پوځي یرغلونو په اړه ټیلیفوني بحث او خبرې کړې دي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د وروستیو بدلونون په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.

دواړو سیالانو په منځني ختیځ کې وروستي بدلونونه د اندېښنې وړ وبلل او د ایران پر وړاندې یې د امریکا او اسرائیلو یرغل او د سیمې نورو هېوادونو ته د جګړې خپرېدل وغندل.

په دې خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي پوځي وضعیت په اړه بحث شوی او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځي یرغل او د اسلامي امارت د دفاعي او غچ اخیستونکو بریدونو په اړه د اسلامي امارت دریځ څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو او سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ پر غوره کولو ټینګار څرګند کړ.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاسي چارو شنونکي او خبریالان وستایل

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، یو شمېر چارواکو، سیاسي شنونکو، رسنیزو چارواکو او خبریالانو ګډون کړی و.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۰, ۱۴۰۴

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن (سې‌شنبه د کب نولسمه) د یوې غونډې پر مهال له سیاسي کارپوهانو، خبریالانو او رسنیزو چارواکو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې خبریالانو او سیاسی شنونکو د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې اغېزمنې هڅې ترسره کړې دي.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، یو شمېر چارواکو، سیاسي شنونکو، رسنیزو چارواکو او خبریالانو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي: “د اوسني نظام او امنیت ساتل د ټولنې د هر فرد مسوولیت دی. د جګړې په وخت کې د سیاسي شنونکو او رسنیو دریځ د خلکو د پوهاوي په لوړولو او د خلکو ترمنځ د سیاسي شعور په رامنځته کولو کې اړین رول لوبوي. د افغانستان د خلکو ګټې ګډې دي او د هغوی ساتنه یو ګډ مسوولیت دی. رسنۍ مسوولیت لري، چې په روښانه توګه حقایق څرګند کړي او د هېواد رښتینی او مستند انځور نړۍ ته ورسوي. د افغانستان د خلکو ترمنځ هیڅ راز ژبنۍ، سمتي او قومي برتري نشته؛ ځکه، چې په هېواد کې یووالی او ورورولي حاکمه ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!