تازه خبرونه

د کورنیو چارو چارسمبالی په کابل کې دی

ذبیح الله مجاهد دا خبره له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې ده.

Published

on

Last Updated on: کب ۱۶, ۱۴۰۳

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د کورنیو چارو چارسمبالی(سرپرست) سراج الدین حقاني له درملنې وروسته هېواد ته راستون شوی او استراحت کوي.

ذبیح الله مجاهد دا خبره له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې ده.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې سراج الدین حقاني په متحده عربي اماراتو او بیا سعودي عربستان کې و.

ذبیخ الله مجاهد د داعش په اړه هم ویلي؛ د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د داعش یو روزنیز مرکز جوړ شوی، چې د اسلام‌آباد لخوا تمویلیږي او د پوځ لخوا یې ملاتړ کیږي.

مجاهد زیاته کړې: “داسې ښکاري، چې پاکستان د داعش پدیده د خپلو موخو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.”

Trending

Exit mobile version