سیمه ییز خبرونه
د کونړ د دانگام، شیگل او مرورې ولسوالیو پر اړوند سیمو د پاکستان توغندي لگیدلي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کونړ پر دانگام، شیگل او مرورې ولسوالیو له تېر ماښام څخه تر نن سهار پورې د دیورند کرښې له هغې غاړې لسگونه توغندي توغول شوي، چې له کبله یې یو ملکي وگړی وژل شوی دی.
د کونړ یو امنیتي چارواکی د دغه خبر د پخلي تر څنگ ویلي، چې پر دغو درې ولسوالیو د پاکستانيو پوځيانو له خوا نهه شپیته توغندي توغول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا څو ورځې مخکې امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې د پاکستان د هر برید او لسمونکي عمل په وړاندې دې اقدام وکړي.
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي، د پاکستان په وړاندې ځواب ویلو ته چمتو دي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستانيو پوځيانو له خوا توغندیزو بریدونو ته تر اوسه افغان دولت غبرگون نه دی ښودلی.