سیمه ییز خبرونه
د کونړ د نرنگ ولسوالۍ په هوايي بريد كې ۲۷ ملكي وگړيو ته مرگ و وژبله اوښتي
د کونړ په نرنگ ولسوالۍ كې تېره ورځ د آيساف هوايي پر بريد ديارلس ملكي وگړي وژل شوي دي.
د كونړ والي شجاع الملك جلاله وايي:
په دې بريد كې، چې د دې ولسوالۍ په باډيل دره كې شوى؛ څوارلس نور ملكي وگړي ټپيان دي.
هغه وايي، وسله والو د پوليسو په اووه پوستو بريد وكړاو افغان ځواكونو ته نور استول شوي ځواكونه يې هم كلابند كړل، چې وروسته له آيساف څخه هوايي مرسته وغوښتل شوه.
د نوموړي په وینا، آيساف هوايي بريد كړى او دا مرگ و ژوبله اوښتې ده.
د كونړ امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيلي وايي:
په دې بريد كې اووه وسله وال او درې ملكي وگړي وژل شوي او اووه ملكي وگړي ټپيان دي.
آيساف په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو طالبانو ويلي، چې مرگ و ژوبله ملكي خلكو ته اوښتې ده.
د اسعد آباد روغتون چارواكي وايي، له دې پيښې وروړل شويو ټپيانو كې ډېر ښځې او ماشومان دي .
ولسمشر حامد کرزي پر کونړ ولايت د بهرنیو ځواکونو هغه بمبارد په کلکه وغانده ، چې په کې ۲۷ملکي وگړیو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.