تازه خبرونه
د کونړ پر سیند د ۱۲۰۰ میګاواټه برښناد د تولید لپاره د دوه بندونو جوړول غواړو- منصور
نوموړي له ملي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامي امارت د اوبو د مدیریت لپاره ګامونه پورته کړي، چې له لویو او کوچنیو بندونو له جوړولو نیولې په کرنه کې د څاڅکي سیسټم تر جوړولو پورې هڅې یې د ټینګار وړ دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي ويلي؛ هڅه کیږي، چې د اوبو د مدیریت لپاره پر کونړ سیند دوه بندونه جوړ او ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.
نوموړي له ملي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامي امارت د اوبو د مدیریت لپاره ګامونه پورته کړي، چې له لویو او کوچنیو بندونو له جوړولو نیولې په کرنه کې د څاڅکي سیسټم تر جوړولو پورې هڅې یې د ټینګار وړ دي.
د ځمکې پر سر د روانو او ځمکې لاندې اوبو مدیریت دمګړۍ یوه مهمه موضوع شمېرل کیږي؛ ځکه، چې اوس افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله د اوبیزو سرچینو مدیریت ته ډېره اړتیا لري.
په هېواد کې د اوبو د مدیریت مسله د ګاونډ هېوادونو لپاره جنجالي شوې، چې یوه یې د کونړ پر سیند د بند جوړول دي؛ هغه سیند، چې د یو زرو ۲۰۰ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او زیرمه شوې اوبه یې هم بلې خوا ته نه ځي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور وایي؛ پاکستان د تېر حکومت پر مهال هوکړه کړې وه، چې پدې سیند یو بند جوړ کړي؛ ځکه، چې جوړول يې پاکستان ته زیان نهرسوي او دا هېواد کولی شي له افغانستان څخه برښنا وپېري او زیرمه شوې اوبه یې هم بلې خوا ته ولاړې نشي.
د ایران د حقآبې مسله بله هغه موضوع ده، چې ایران یې تل غوښتنه کوي.
منصور وایي: ایراني لوري ته یې قناعت ورکړی، چې دوی شته وچکالۍ ته په پام نشي کولی حقآبه ورکړي؛ خو وخت ناوخته ایران ته د سیلاب اوبه ورځي او دا هم د حقآبې برخه ګڼل کیږي.
په هېواد کې د اوبو د مدیریت غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله شپږم زیانمن هېواد دی او که له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ګام پورته نشي ښایي د هېواد ډېرې سیمې پر ډاګونو بدلې او خلک له خپلو سیمو ګډه کولو ته اړ شي.
