تازه خبرونه
د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان بیسیم 3G خدمتونه پیل شول
افغان بېسیم مخابراتي شبکې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې پر لومړی ځل د انترنيت تري جي خدمتونه پیل کړل.
په ختيځ کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مسوولينو ويلي؛ دمګړۍ يې په دې ولسوالۍ کې د انترنیت شبکې تري جي خدمتونه وړاندې کړل او په نږدې وخت کې به له فور جي خدمتونه هم برخمن شي.
په ختیځ کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې مسوول عطاالله ساحل ویلي: افغان بیسیم مخابراتي شبکه لومړنۍ شبکه ده، چې په دې ولسوالۍ کې یې انترنیتي خدمتونه وړاندې کړل.
دوی هڅه کوي، چې د ښه کیفیت لرونکیو او ډېرو ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ختيځې سیمې په یو شمېر نورو برخو کې هم ورته ګامونه پورته کړي.
چارواکي وايي په دې ولسوالۍ کې شل زره کورنۍ له انترنیتي خدمتونو برخمنې شوې او هڅه کوي، چې د مخابراتي اړیکو څرنګوالی او څومره والی نور هم پیاوړی کړي.
د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي خوښي ښیي او وايي، له دې مخکې به د انترنیت د کارولو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ ول.
د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي محمد یوسف د يادو خدمتونو د وړاندې کیدو له کبله خوښ دي او له مسولینو غواړي، چې د مخابراتي شبکو د خدمتونو د ښه والي ترڅنګ دې لګښتونه هم راکم کړي.
په ختیځ کې د اترا ادارې مشر رحیم الله شینواری وايي، چې د يادو خدمتونو له فعاله کیدو سره د دې ولسوالۍ شل زره کورنۍ د انترنیت له تري جي خدمتونو برخمنې شوې.
دوي د مخابراتي شبکو د غښتلتیا، کیفیت، کمیت او د بیو د راټيوالي لپاره کار کوي او هیله مند دي، چې په دې برخه کې به يې شته هڅي ښه پایله ورکړي.
افغان بیسیم مخابراتي شبکې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې غږیز او په ۲۰۰۷ کال کې انترنیتي خدمتونه پیل کړل، چې په لومړیو کې يې د پوښښ ساحه محدوده؛ خو اوسمهال په ټول هېواد کې د يادو خدمتونو د وړاندې کولو له کبله يوه مخکښه مخابراتي شبکه شمېرل کیږي.